شاته

د سعودي ارامکو د تېلو سترې کمپنۍ تېر کال کې 161 بلینه ګټه کړې ده

واشنګټن - د تېلو د پیداوار سترې کمپنۍ سعودي ارامکو د اتوار/یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یې د خامو تېلو د ګرانۍ له امله، منافع یو سل و یو شپېته (۱۶۱) بلینه ډالرو ته رسېدلې ده. سعودي ارامکو، د سعودي عرب اقتصاد دپاره یو ډېره اهمه کمپنۍ ګڼل کیږي او دا یې په تاریخ کې تر ټولو لویه یا ریکارډ ګټه شمېرل کیږي.

د سعودي ارامکو کمپنۍ دغه ریکارډ ګټه په داسې حال کې حاصله کړې چې د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ میاشت کې په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل نه پس، نړۍ کې د انرجۍ د توکو بیعې ګرانې شوې، او په ماسکو باندې د لګېدلو پابندیو په نتیجه کې، په غربي مارکېټونو کې د روس نه د تېلو او ګېسو په اخېستلو محدودیتونه ولګېدل.

ارامکو کمپنۍ همدا راز امید څرګند کړی چې خپل پیداوار اضافه کړي، د بازاري طلب نه ګټه واخلي، او بلینونه ډالر آمدن وکړي چې په هغه سره به د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان آینده ترقیاتي منصوبې عملي شي. شهزاده محمد بن سلمان غواړي داسې نوي ښارونه جوړ کړي چې نړۍ کې یې مثال نه وي، او سېلګران یې لیدو ته ورشي او د سېلګرۍ د طریقه سعودي عرب آینده کې ستر آمدن ولري.

مګر دا ټول پلانونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې په نړېواله کچه د موسمي بدلون له کبله فکرمندۍ زیاتې شوي او د موسمي بدلون یو لوی عامل، د تېلو او کويلې سوځېدل دي.

د سعودي ارامکو سي اي او او مشر امین ناصر په یو بیان کې ویلي: "دې ته په کتو سره چې د قریبې آیندې پورې پیشبیني کوو چې تېل او ګېس به همداسې ضروري پاته وي، زمونږ په صنعت کې د کمې سرمایه کارۍ خطره حقیقې ده."

د سعودي ارامکو کمپنۍ په ۲۰۲۱ کال کې یو سل او لس (۱۱۰) بلینه ډالر منافع کړې وه او په ۲۰۲۰ کال کې یې منافع یو کم پنځوس (۴۹) بلینه وه. د تېر کال په نسبت، سږ کال یې په ګټه کې ۴۶.۵ فیصده اضافه راغلې ده.

په تېر ۲۰۲۲ کال کې، دې کمپنۍ د ورځې د خامو تېلو شاوخوا یوولس نیم میلینه بېرله پیداوار درلود، او اوس وایي چې امید لري تر ۲۰۲۷ کال پورې د دوی د روزانه پیداوار کچه دیارلس میلینه بېرلو ته لوړه شي.

د پیداوار د دې اندازې اضافه کولو دپاره، سعودي ارامکو کمپنۍ په پام کې لري چې سږ کال د سرمایه کارۍ په منصوبو باندې پنځه پنځوس (۵۵) بلینه ډالر مصرف کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00