شاته

د نوؤ ټیکسونو نه وروسته پاکستان کې دموبایل فونونو نرخونه لوړ شوي دي

په پاکستان کې د مالیې راټولولو د مرکزي ادارې ایف بي ار له لوري په دې وروستیو کې پر وارد شوؤ لګژري شیانو د 25فیصده اضافي ټیکس لګولو له اعلان وروسته، په مارکیټونو کې د موبایل فونونو نرخونه زیات لوړ شوي دي اؤ دموبایلونو سوداګرو وایي د دوي په کاروبارونو کې کمی راغلی دی.

د پاکستان وفاقي حکومت سږکال د فبروري په 15مه داضافي مالیې ترلاسه کولو لپاره منې بجټ وړاندې کړی ؤ، دمالیې (اضافي) قانون،2023م له لارې سیلز ټیکس له 17 فیصدي څخه 18 فیصدي ته لوړ شوی دی.

سربیره پر دې، په وارداتو او ځایي شیانو 25 فیصدي یو بل ټیکس معرفي شوی چې د 36 ارایشي یا ډول سینګار د توکو په شمول د موبایل فونونو په واردولو به عملي کیږي.

د موبایلو سوداګر مومن خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، مخکې به په ورځ کې 25 څخه تر30ؤ پورې موبایل فونونه خرڅیدل، خو کوم حال چې اوس دی د ورځې دوه یا درې فونونه هم نه خرڅېږي.

دهغه په خبره د کاروبار خرڅې ورځ تر بلې زیاتیږي خو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

دوې زیاتوي ددې لامل د موبایل فونونو لوړ نرخونه دي چې د تیرې څه مودې راهسې دوه چنده شوې دي.

د نوي شوي سیلز ټیکس قانون، 2023 له مخې، حکومت به د 500 ډالرو څخه پورته ارزښت لرونکي موبایل فونونو وارداتو باندې 25 فیصده د خرڅون یا سیلز مالیه اخلي.

ایف بي ار د سیلز ټیکس ایکټ 1990 د نهم شیډول لاندې د موبایل فونونو په وارداتو دغه سیلز ټیکس چارج کوي.

د نهم شیډول د جدول II له مخې ایف بي ار څرګنده کړه چې د200 څخه تر 500 څخه کم د ډالرو په ارزښت د موبایل فونونو په وارداتو به 18 فیصد ټیکس لګول کیږي.

د موبایل فونونو دغه ګرانو نرخونو موبایل فون اخستونکي هم اندیښمن کړي دي.

علي محمد چې د ځان د پاره دیو نوي فون اخستو اراده لري، وي او ای ډیوه ته وایي تیر کال چې یې کوم فون په لس زره روپۍ اخیستی و هغه اوس په شل زره روپۍ دی، د یو تن د پاره فون اخستل اوس ډیر ګران شوي دي.

دپاکستان ټیلې کمیونیکیشن اتهارټۍ پر ویب پاڼه دخپرو شوؤ شمیرو تر مخه په هیواد کې 193 ملیونه کسان موبایل فونونه کاروي. چې د هیواد د ابادې86.19 فیصدي جوړیږي.

دپي ټي ای تر مخه کال 2021-22 کې دټیلي کام صنعت څخه د694 بیلیونه روپو مالیه ترلاسه شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00