شاته

بلاول بهټو زرداري: د اسلاموفوبیا توری دې په سنجېدګۍ سره وڅېړل شي

نیویارک - د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ويلي وخت راغلی چې د اسلاموفوبيا توری په سنجيدګۍ سره وڅېړل شي او دا تورونه ختم کړل شي، ځکه چې اسلام دا وخت په نړۍ کې دوېم لوی مذهب دی.

هغه زیاته کړې چې مسلمانانو سره د مذهب په بنياد توپير به د هر مسلمان او مسلمانې ټولنې بنيادي حقونه وتروړي او په کار ده چې د مسلمانانو په ضد کرکې او توپير د ختمولو لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړل شي.

د ملګرو ملتونو له خوا په لومړي ځل د اسلاموفوبيا ضد د مبارزې نړيوالې ورځې لمانځلو دستورې ته په وينا کې، بلاول بهټو زرداري د سعودي عرب او ايران ترمنځه د سفارتي اړيکو د بيا رغېدو هرکلی هم وکړو.

ښاغلي بلاول بهټو زرداري وویل: "په دې نړېواله ورځ موږ ټول بايد د امن، انصاف، زغم او رحم مثبت پېغام ولرو، ځکه چې اسلام او د نړۍ هر مذهب هم دا پېغام ورکوي. د پاکستان د خارجه وزير په حېث زه د سعودي عرب او ايران ترمنځ د چين په مرسته د سفارتي اړيکو د بيا رغېدو هرکلی کوم. دا اړيکې به په منطقه کې د امن لپاره او ثبات نوې لارې پرانيزي".

بلاول بهټو زرداري وويل په نړۍ کې د مذهبي عدم برداشت، امتيازي سلوک او تشدد ختمولو لپاره بايد خپلمنځي درناوی، مذهبي هم اهنګي او په سوله يزه توګه شتون يا سوله يز ژوند د ټولو ګډه ذمه واري وګڼل شي.

دستورې ته په خپله وينا کې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوتېرېش وويل په نړۍ کې شاوخوا دوه اربه مسلمانان اوسېږي، بېلا بېل کلتورونه او وطنونه لري خو د اسلاموفوبيا له وجې مسلمانان په انفرادي ډول هم د بريدونو ښکار کېږي، همدا راز مسلمانې مېرمنې هم د مذهب، نسل يا رنګ په بنياد د امتيازي سلوک سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل زیاته کړه: "امتيازي سلوک زمونږ د ټولو اهميت کموي، دا زمونږ د ټولو کمزوري ده بايد ټول د دې په ضد راپاڅو، بايد د کرکې لپاره دوه معياره ونه ساتل شي. د دې مقصد دا دی چې داسې پالسيۍ جوړې کړل شي چې بشري حقونه، مذهبي او کلتوري پېژندنه او په خصوصي توګه د لږکيو حقونه خوندي شي".

د ياد وړ ده چې ملګرو ملتونو د يو قرارداد له لارې تېر کال 2022م کې د مارچ پينځلسمه د اسلاموفوبيا ضد د مبارزې ورځ ګرځولې ده او په دغه قرارداد کې ويل شوي وو چې ترهګري او سختدريځي بايد د هېڅ يو مذهب، قاميت، کلتور يا کومې ټولنې پورې ونه تړل شي.

دا کال په لومړي ځل دا ورځ لمانځل کېږي د کوم وړاندې چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې يوه غونډه د اسمبلۍ د صدر او د اسلامي هېوادونو د سازمان او ايي سي په مرسته شوې.

د ذکر ده چې په کال 2019م کې د مارچ په پينځلسمه د نيوزي لېنډ کرائسټ چرچ د دوه جوماتونو دننه ترهه ګرو په عبادت کوونکو بريدونه کړي وو چې په کې د پنځوسو نه زيات کسان وژل شوي او 40 پورې ژوبل شوي وو او هم د دې په ياد کې د اسلام فوبيا په ضد د مبارزې نړيوالې ورځې د لمانځلو قرارداد وړاندې کړی شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:59 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00