شاته

طالبان: له ایران څخه د انتقال شویو افغان بندیانو دوسیې د 'شریعت' په اساس فیصله کیږي

د ایران حکومت لخوا افغانستان ته د سلګونو افغان بندیانو تر سپارل کېدو وروسته، طالب چارواکي وايي چې ټاکل شوې د دغه بندیانو دوسیې د شریعت او قانوني اسنادو په اساس فیصله شي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو ادارې د شنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۰) خبریالانو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې د ایران حکومت تر دا مهاله ۸۵۸ افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو ادارې مشر محمد یوسف مستري په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د دغه زندانیانو دوسیې ژر تر ژره وڅېړي او د "شریعت په رڼا کې د اسلامي امارت د قوانینو" په اساس پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوی څارنوال شمس الدین پهلوان په مشرۍ یو طالب پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزولو په هدف د فبرورۍ ۲۴ (کب پنځمه) ایران ته سفر کړی و.

تهران ته د طالب پلاوي تر سفر وروسته، د ایران حکومت په څه باندې یوه اونۍ کې سلګونه افغانان چې د هغه هیواد په زندانونو کې بندیان و د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو ادارې د معلوماتو په اساس، د ایران لخوا افغانستان ته سپارل شوي بندیان هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته انتقال شوي دي.

که څه هم تر دا مهاله په ایران کې د افغان بندیانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو ویل کیږي چې د دغه هیواد په زندانونو کې په زرګونه افغانان بندیان دي.

دا په داسې ده چې د افغانستان پخواني حکومت او ایران د زندانیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و چې پر اساس یې سلګونه افغان بندیان هم مهال افغانستان ته انتقال شول.

هغه مهال په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې شاوخوا ۲۰زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې له دې شمېرې د ۲۶۰۰ کسانو دوسیې بشپړې شوي او چمتو دي چې افغانستان ته یې وسپاري.

ویل کیږي چې ایران ته تلوونکي افغانان اکثر د قانوني اسنادو د نشتوالی او مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو له امله د ایران حکومت لخوا بندیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ایران حکومت لخوا د یو شمېر افغان بندیانو د اعدام راپورونه هم ورکړل شوي و.

دمخه د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو ویلي و چې سلګونه نور افغان بندیان د ایران په زندانونو کې د اعدام له سزا سرمخ دي.