شاته

اسرائیل په سوریه کې په یو هوايي برید کې دوه ایران پلوه جنګیالي وژلي- څار ډله

اسرائیلي الوتکو د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۱) په سوریه کې د وسلو یو ډیپو په نښه کړ چې دوه ایران پلوه جنګیالي یې وژلي او درې پوځیان یې ټپیان کړي دي.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، "اسرائیل د طرطوس او حما ولایتونو ترمنځ د ایران پلوه ځواکونو د وسلو یو ډیپو په نښه کړی."

هغه د فرانس پرس اژانس ته وویل، پدې برید کې "دوه ایران پلوه جنګیالي وژل شوي او درې سوري سرتیري ټپیان شوي دي."

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې په محلي وخت "د سهار په ۷:۱۵ بجو اسرائیلي دښمن هوایي برید ترسره کړ، د لبنان له شمال څخه یې د طرطوس او حما په سیمو کې په هدفونو توغندي وویشتل."

د سانا اژانس د په نښه شویو اهدافو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په برید کې "درې سرتیري ټپیان شوي او یو څه مالي زیانونه یې اړولي"، خو وایي چې د سوریې هوايي دفاعي ځواکونو ځینې توغندي شنډ کړي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې دوی د "بهرنیو رسنیو په راپورونو" تبصره نه کوي.

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، اسرائیل په خپل دغه شمالي ګاونډي باندې سلګونو بریدونه کړي، چې حکومتي ځواکونه او همداراز د ایران ملاتړي ځواکونه او د لبنان د حزب الله جنګیالي په کې په نښه شوي دي.

د اسرائیل پوځ په ندرت سره په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، خو په پرله پسې ډول یې ژمنه کړې چې خپل هوایي کمپاین ته به دوام ورکوي چې د اسرائیل دښمن ایران ونشي کړای[سوریه کې] خپل شتون پیاوړی کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي د اسرائیل جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ د سوریې په دوهم لوی ښار حلب کې پر هوايي ډګر په برید کې درې تنه ووژل.

همداشان د روان کال د فبرورۍ په ۱۹مه، د سوریې د پلازمینې دمشق په یوه ولسوالۍ کې چې دولتي امنیتي ادارې په کې میشتې دي، د جګړې د څارونکو په وینا، د اسرائیل په هوايي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي وو.