شاته

ایران وايي د زده کوونکو د مسموم کولو په تور څه باندې ۱۰۰ کسان نیولي 

د ایران حکومت وايي د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې یې څه باندې ۱۰۰ کسان د ښوونځیو د زده کوونکو د مسموم کولو په تور نیولي‌ دي چې ممکن د «دښمن» له ډلو سره اړیکې ولري.

د ۲۰۲۲ د نومبر له میاشتې راهېسې په ایران کې په څه باندې ۲۰۰ ښوونځیو کې د «زهري موادو» د پاشل کېدو له کبله ګڼې زده کوونکې نجونې مسمومې شوې چې یو شمېر یې په روغتونونو کې هم بسترې شوې.

زده کوونکې بې هوښه کېدې او غورځېدې، زړونه بد کېدل، ګنګسې شوې وې او داسې نور علایم لرل. دغو پېښو په زده کوونکو او د زده کوونکیو په کورنیو کې ویره او غوصه پارولې ده.

د ایران دولتي رسنۍ ایرنا راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو د نیولو اعلان کړی دی. په راپور کې ویل شوي ‌دي: «څه باندې کسان۱۰۰، چې د ښوونځیو د وروستیو پېښو مسئولین پېژندل شوي، نیول شوي او تحقیقات ترې شوي دي. په نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې غلیمانه انګیزې او په خلکو کې یې د ویرې د خپرولو او ښوونځیو د تړل کېدو نیت لره.»

وزارت ویلي دي چې له تېرې اونۍ راهېسې په ښوونځیو کې د مسمومیت پېښې کمې شوې او د کوم زده کوونکي د ناروغ کېدو راپور هم نه دی ورکړل شوی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې اشاره شوې ده چې ممکن په دې پېښو کې په البانیا کې مېشت د ایران «مجاهدین خلق» چې ایران یې ترهګر سازمان ګڼي، شامل وي.

اعلامیه وايي: «د دغو مجرمینو څخه تحقیقات روان دي چې د مجاهدین خلق په څېر له ترهګرو سازمانو سره د هغوی د احتمالي روابطو معلومول هم په کې شامل دي.»

فرانس پرس وايي د حکومت د رسمي شمېرو له مخې د ایران په ۲۵ ولایتونو کې په شاوخوا ۲۳۰ ښوونځیو کې د مسمومیت پېښې شوې وې چې څه باندې ۵۰۰۰ زده کوونکې په کې بې هوښه، ګنګسې او مسمومې شوې وې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي دا مشکوک کسان یې په تهران، قم، ګیلان، رضوي خراسان، لویدیځ اذربایجان، خزستان او فارس کې نیولي دي. تېره اونۍ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په دغو پېښو کې دخیلو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.

په ښوونځیو کې د زهري موادو د خپرېدو او زده کوونکو د مسموم کېدو پېښې په ایران کې له پیل شویو مظاهرو دوې میاشتې وروسته وشوې.

په ایران کې خلکو د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته مظاهرې پیل کړې. د ایران حکومت مظاهره کوونکي تورنوي چې له بهرنیو «غلیمو شبکو سره» روابط لري.