شاته

پښتون هنرمند محمد قوي خان په حق رسېدلی

د پاکستان د ټيلي ويژن ډرامو او فلمونو ياد پښتون هنرمند محمد قوي خان د 80 کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په کېنېډا کې په حق رسېدلی دی.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې [رېډيو پاکستان] د قوي خان د مړينې خبر ورکړی چې هغه د کېنسر په ناروغۍ اخته وو.

قوي خان وي او اې ډيوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې د "هغه د پښتنو د يوسفزو قبيلې سره تعلق دی او د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې زېږېدلی، هلته یې زده کړې او په یو بېنک کې یې کار کړی بيا د هلته نه په1961 لاهور ته تللی او لومړی کار یې د رېډيو څخه پېل کړی وو".

هغه ويلي وو په پاکستان کې چې ټي وي راغلو هغه د ټي وي لومړی هيرو وو، هغه بيا په رېډيو، ډرامو او فلمونو کې ډېر کار کړی دی، او د پاکستان حکومت ورته ګڼې جايزې ورکړې وې.

نوموړي ويلي وو، د زرګونو په شمېره کې ډرامو او تهېټرو او 250 پورې فلمونو چې يو پکې [د پښتو فلم وو] کې یې کار کړی او مشهوره ډرامه یې "اندهېرا اجالا" وه.

کراچۍ ارټس کونسل د قوي خان په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي یې دي "د هغه خدمات به تل ياد ساتل کيږي او قدر به یې کولی شي".

هغه ویلي وو، د هنرمندۍ په خدماتو یې د نشان امتياز، لايف ټايم اچيومنټ اېوارډ، ستاره امتياز او نور ډېر اېوارډونه ګټلي وو.

د پاکستان صدر عارف علوي او وزیراعظم شهباز شريف هم د قوي خان په مړينه د خفګان څرګندونه کړې ده.

د محمد قوي خان سره وي او اې ډيوه څو کاله وړاندې ځانګړې تفصيلي مرکه کړې هغه پکې د خپل ژوند، د پېښور، باړې د اوبو د يادونو، پښتو فلم، سندرو او د ژوند په ګڼو يادونو خبرې کړي، په لانديني لنک کې ليدی او اورېدی شئ

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00