شاته

پاکستان: پېمرا د عمران خان په ويناګانو خپرولو بنديز لګولی

په پاکستان کې د اليکټرانيکي مطبوعاتو يا ټي وي چېلنو د څار او انتظام ادارې [پېمرا] د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ويناګانو او خبري غونډو په ټي وي چېنلو خپرولو بنديز لګولی دی.

پېمرا د اتوار/يکشنبې په ورځ [پينځم مارچ] دغه بنديز لګولی او دریځ يې خپل کړی چې پخوانی وزيراعظم په حکومتي ادارو حملې کوي، بدې ردې پسې وايي ځکه پرې بنديز لګول شوی دی.

د عمران خان په ويناګانو د بنديز په غبرګون کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري ويلي،

حکومت ويريدلی دی، د عمران خان د غږ غلي کولو دپاره حکومت يو ناوړه هڅه کوي د هغه ويناګانې او بيانونه یې په ټي وي خپرېدو بند کړي دوی به دغه فېصله په عدالت کې چېلنج کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې تېر کال د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی هغه د پاکستان په پوځ او ادارو سره په بېلابيلو حکومتي او پوځي واکمنو سختې نيوکې کوي.

خو حکومت او پوځ تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.

په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې د کوم سياسي مشر په بيانونو خپرولو د پېمرا لخوا داسې بنديز لګول شوی دی.

د کال 2020 په اکتوبر کې د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کې د پخواني وزيراعظم نواز شريف په بيانونو خپرولو هم د پېمرا لخوا دغه ډول بنديز لګول شوی وو.

په عمران خان چې په ټي وي چېنلو بنديز لګول شوی پرون د اتوار په ورځ د توشه خانې په مقدمه کې د هغه د ګرفتارۍ د وارنټ عملي کولو لپاره، د اسلام اباد پولیس لاهور کې د عمران خان کور ته ورغلي، خو ويلي يې وو عمران خان یې نه دی موندلی او د ګرفتارۍ نوټس یې د ګوند مشرانو ته ورسپارلی دی.

د اسلام اباد پوليسو په ټویټر یو بیان کې ویلي وو چې د عدالت له حکم سره سم د اسلام اباد د پولیسو یوه ډله د عمران خان د نیولو لپاره لاهور ته رسېدلې خو هغه ځان نیولو ته نه دی ورکړی او په کور کې نه وو، او د هغو کسانو پر ضد به قانوني چلند وشي چې د محکمې د حکمونو په عملي کولو کې خنډ ګرځي.

وروسته بيا عمران خان د توشه خان مقدمه د ولس په وړاندې د اورېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي "زما د توشه خانې مقدمه دې د ولس مخې ته، پر ټیلي ویژن واورول شي." عمران خان زیاته کړه چې ځان ته یې خطره ده خو بل اړخ ته هره یوه نه بله ورځ عدالتونو ته بلل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00