شاته

د ترهګرۍ ضد ګامونو په اړه، په اسلام آباد کې د پاکستان او امریکا مشترکه ناسته

واشنګټن - پاکستان سر د ګل/دوشنبې ورځې، د امریکا سره دوه ورځېنۍ ناسته جوړوي چې په کې به د ترهګرۍ اړوند مسئلو باندې خبرې وشي. د دې ناستې کوربه پخپله پاکستان دی اسلام آباد کې خارجه وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې د بحث موضوع "د ترهگرۍ مشترکې خطرې" دي چې دواړه ملکونه ورسره مخ دي.

د امریکا له اړخه د مختلفو ادارو د استازو پلاوی، د خارجه وزارت د ترهګرۍ ضد څانګې د نګران مشر کرېسټوفر لنډبرګ په مشرۍ دې خبرو کې برخه اخلي.

د پاکستان د خارجه وزارت په بیان کې راغلي: "دغه دوه ورځېنی بحث به دواړو اړخونو دپاره یو فرصت پیدا کړي چې د ترهګرۍ ضد برخه کې خپل نظریات تبادله او خپل تجربیان او غوره طریقه عمل شریک کړي."

د امریکا د خارجه وزارت تېره هفته اعلان وکړ چې د اسلام آباد په دې ناسته کې به برخه اخېستونکي "د سرحدي امن ټینګولو او د ترهګرۍ د مالي نظام خلاف کاروایي په شان مهمو برخو کې د همکارۍ په اړه د پالیسیو پر بنیاد سټراټیجۍ جوړې کړي."

د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ په ضد ګامونو باندې داسې وخت کې غونډه کېدونکې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د زیاتېدونکو بریدونو سره مخ شوی کوم چې ذمه وارۍ یې اکثره ټي ټي پي په غاړه اخلي. د هغه وخته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په کابل قبضه ولګوله، پاکستان کې بریدونه سېوا شوي دي.

د اکثرو حملو ذمه واري کالعدم ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په غاړه اخلي. په دې حملو کې سلګونه کسان وژلی شوي او زیاتره یې د پاکستان امنیتي ځواکونه و.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې ټي ټي پي د دې حملو منصوبه بندي په افغانستان کې دننه خپلو پټنځایونو کې کوي.

تېره میاشت د پاکستان یو جګپوړی امنیتي پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د مشرانو سره ملاقات کې، د ټي ټي پي په هکله د اسلام آباد "ژورې فکرمندۍ" شریکې کړې.

پاکستان دعوه لري چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د مشرانو د فعالیت او موجودیت په اړه یې "ناقابل تردید" شواهد هم افغان طالبانو ته وړاندې کړي او د هغو نه یې غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان خلاف دې عملي اقدام وکړي.

طالبانو د دې ملاقات نه پس چې کوم سرکاري بیان جاري کړ، هغه کې یې ویلي چې دا دوه اړخیزه خبرې "امنیتي فکرمندیو" او "د وسله والو مخالفو ډلو د فعالیت" په اړه وې. مګر د طالبانو په بیان کې د ټي ټي پي ډلې ذکر ندی شوی او نور جزئیات هم ورنکړل شول.

د امریکا د سولې انسټیټيوټ په یو وروستي رپوټ کې خپل ویلي چې: "افغان طالبان د ټي ټي پي ډېر نږدې ملاتړي پاته شوي او هغې ډلې ته یې پخپل اجازت پناه ګاه ورکړې ده... ځینې طالب جنګیالي هم د ټي ټي پي سره یوځای کیږي، او داسې رپوټونه هم شته چې [پاکستان کې] ځیني وروستۍ بمي بریدګر هم افغانان و."

امریکا او نورو ملکونو افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه غوښتي دي چې ترهګرو ډلو ته دې د خپلې خاورې نه د حملو کولو اجازت ورنکړي، او طالبانو هم څو څو ځله دا یقین ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل ملک په خلاف د استعمالېدو اجازت ورنکړي، مګر امریکا ویلي چې طالبانو د دوحې تړون خیال ندی ساتلی او په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري پیدا کېدل او وژل کېدل یې یو مثال دی چې د طالبانو او القاعده مشرانو ترمنځ تعلقات پر خپل ځای پاته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00