شاته

بنګله دېش کې د اور لګېدو له کبله د روهینګیا کډوالو ۲زره سرپناوې ویجاړې شوې  

په بنګله دېش کې چارواکي وايي د روهینګیايي کډوالو په یو کمپ کې د اور لګېدو له کبله ۲۰۰۰ سرپناوې سوځېدلې او شاوخوا ۱۲۰۰۰ خلک بېځایه شوي دي.

د بنګله دېش د کډوالو کمېشنر مجان الرحمن فرانس پرس ته ویلي دي چې اور نن یکشنبه مارچ پنځمه (کپ۱۴) د کوتوپالونګ په نامه د کډوالو په کمپ کې لګېدلی دی.

په کمپ کې اکثریت د لرګیو او ترپالونو سرپناوې دي چې له کبله یې اور ژر د کمپ نورو برخو ته هم خپور شوی دی.

مجان الرحمن وویل چې په اور کې د ۳۵ جوماتونو او دوو تعلیمي مرکزونو په ګډون ۲۰۰۰ سرپناوې سوځېدلي او ۱۲۰۰۰ خلک بې سرپناه او بېځایه شوي دي.

تر دې دمه د چا د ژوبل کېدو او یا مړه کېدو راپور ورکړل شوی نه دی.

د مامون جوهر په نوم یو کډوال وویل اور یې سرپنا او هټۍ لولپه کړي او «هر څه یې له ما څخه واخیستل، هر څه».

مقامات وايي چې اور په دریو ساعتونو کې کابو شو او لا د اور د لګېدو اصلي علت معلوم نه دی. چارواکو د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

په بنګله دېش کې د کډوالو په کمپ کې شاوخوا یو میلیون خلک اوسېږي.

په دغه کمپ کې اکثریت هغه روهینګیايي مسلمانان مېشت دي چې په ۲۰۱۷ کې د میانمار په راخین کې د پوځ له عملیاتو وروسته د خپلو سیمو او کورونو پرېښودو ته اړ وېستل شول او بنګله دېش ته یې پناه یوړه.

د بنګله دېش د دفاع وزارت یو راپور وايي چې د ۲۰۲۱ د جنورۍ څخه نیولې د ۲۰۲۲ تر ډسمبر پورې د روهینګیا مسلمانانو د کډوالو په کمپ کې ۲۲۲ ځلې اور لګېدلی دی.

د ۲۰۲۱ د مارچ په میاشت کې د اور لګېدنې په یوې پېښې کې ۱۵ تنه مړه شول او شاوخوا ۵۰۰۰۰ نور خلک بې سرپناه او بېځایه شول.