شاته

پاکستان: د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نوره بې قدره شوې، يو ډالر 285 روپو ته رسېدلی

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحاديه وايي، په ملک کې په دوه ورځو کې د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې يو ډالر 15 روپۍ ګران شوی او نن يو ډالر 285 روپو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ترمخه پرون په لومړي مارچ په انټر بېنک کې يو ډالر په 266 روپۍ او 11 پېسې وو.

د پېسو بدلوونکو د اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي "نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ [دويم مارچ] په مارکيټ کې ډالر په 285 روپۍ دی، په دوه ورځو کې ډالر 15 روپۍ ګران شو".

نوموړي وويل، ډ"الر په دوه ورځو کې ځکه ګران شو چې حکومت تجارانو ته وويل چې د بهر نه راغوښتونکو سوداګانو دپاره په خپله ډالرې پېدا کړي"، د پراچه په وينا ځکه "خلکو بهر د خړ مارکيټ نه ځانله ډالرې اخستل پېل کړې هغه درېم خړ مارکيټ بيا په بره لاړو او ډالرې کمې شوې ځکه ډالر هم ګران شو".

هغه دا هم وويل "دا اوس نه شي ويلی چې ډالر به نور په بره ځي روپۍ به نوره بې قدره کيږي که څه به کیږي خو وايي دا انحصار د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور په پروګرام لري که د ايي اېم اېف سره خبرې جوړې شوې که څه هم ايي اېم اېف پاکستان ته کمې پېسې ورکوي خو دغه دروازه ده چې خلاصه شوه نور هېوادونه به پاکستان ته پېسې ورکول پېل کړي او چې څو پورې دغه د پور پروګرام نه وي منل شوی تر هغې پورې به پاکستان کې ډالر نور په بره ځي".

د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام په خبرو کې د پرمختګ نه کېدو په اړوند ظفر پراچه وايي د هغه په نظر نړیواله اداره پاکستان ته نوي نوي شرطونه ږدي.

خو څيړونکي وايي د دوي په نظر نړيواله اداره د پاکستان نه غواړي چې ټول اقتصادي اصلاحات وکړي.

او ظفر پراچه وايي بل "د پاکستان خپلې کورنۍ مسلې دي او داسې پاليسيانې لرې چې تل د نړيوال سياست ښکار کيږي، پاکستان ته دا هم پکار ده چې د نړیوالو شخړو نه ځان بهر کړي او د ګاونډي هېوادونو افغانستان او ايران سره په ځانګړي ډول د تجارت پاليسيانې سمې کړي".

پاکستان پرون په ملک کې د پټرولو او ځينې نورو تېلو بیې کمې کړي خو څيړونکي وايي دا موقتي يا عارضي دي ځکه چې ملک په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی.

پاکستان کې څيړونکي وايي، د ملک ټول انحصار دا وخت په نړيواله اداره دی چې ايي اېم اېف ورته د پور پروګرام بحال کړي او نور د پاکستان دوست هېوادونه ورته پېسې ورکړي.

د څيړونکو په نظر چې څو پورې پاکستان ته د ايي اېم اېف او نورو دوست هېوادونو څخه پېسې نه وي ترلاسه شوي د ملک ديواليه کېدو خطرې نورې سېوا کيږي.

خو د پاکستان حکومت وخت په وخت دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي او په وروستيو کې د ملک وزيراعظم شهباز شریف ويلي، "ملک د چېلنجونو سره مخ دی د مالياتي نړیوالې ادارې [ايي اېم اېف] سره په سختو شرطونو خبرې منل کيږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00