شاته

امریکا: د دوحې تړون طالبان پیاوړي کړل او زموږ د افغان حکومت شریکان یې کمزوري کړل

واشنګټن ــــ امریکا وایي د دوحې تړون په افغانستان کې طالبان پیاوړي کړل خو په تېر افغان حکومت کې یې د دوی ملګري کمزوري کړل. واشنګټن یو ځل بیا پر طالبانو تور لګولی چې د بهرنیو ترهګرو ډلو خلاف د ډاډ وړ ګامونو په نه اخیستلو سره طالبانو د دوحې تړون بشپړ نه دی عملي کړی.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د مارچ په لومړۍ نېټه د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت په خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په جواب کې وویل، چې د صدر بایډن له انتظامیې سره د دې تړون د لاسلیک کولو په درو کلونو کې یې اغېزې ښکاره شوې:

"دې تړون طالبان پیاوړي کړل خو په افغان حکومت کې یې زموږ شریکان کمزوري کړل او د نېټې له ټاکلو سره سره کوم څرګند پلان نه وو چې پر مخ باید څه وشي خو امریکا یې تیاره کړه چې د صدر بایډن د لوړې یا سوګند تر مراسمو څو میاشتې وروسته خپل پوځونه را وباسي".

د طالبانو د رئیس الوزرا یا وزیراعظم د اقتصادي چارو سلاکار ملا عبدالغني برادر د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت غونډې ته پر امریکا تور لګولی وو، چې د دوحې پر تړون یې عمل نه دی کړی خو دعوه یې کړې چې د طالبانو حکومت په دې تړون کې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی، نیډ پرایس هغه ته په جواب کې ویلي:

"موږ د ملا برادر خپل بیان لیدلی دی او موږ یقیناً د هغه د بیان له مهمو نکتو سره اتفاق نه کوو، یعنې طالبانو خپلې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې دوی د دوحې په تړون کې کړې دي".

که څه هم طالبان دا مني چې د تېر کال د جولای پر 31مه د امریکې ډرون الوتکې په کابل کې پر یو کور برید کړی وو، خو د امریکا له دعوې سره سم یې لا تر اوس په هغه برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل په رسمي توګه نه دي تایید کړي.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس یو ځل بیا وویل، دا ښکاره خبره ده چې طالبانو ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه او د ده په نظر دا د دوحې د تړون خلاف کار دی:

"دوی [طالبانو] په افغانستان کې له ځینو ترهګرو ډلو سره تړلي د ډاډ وړ ګامونه نه دي اخیستي، موږ چې ایمن الظواهري ختم کړ او هغه نور د القاعدې مشر نه دی دا یواځې د دې لپاره چې د امریکې حکومت د داسې ګواښونو په وړاندې د غوڅ اقدام کولو کلکه اراده لرله".

ملا عبدالغني برادر تور پورې کړی وو چې امریکا تر وتلو وروسته هم پر خپلو وعدو عمل نه دی کړی او "د اسلامي امارت د مسئولینو نومونه یې د پخوا په څېر په تور لیسټ کې ساتلي، بندیزونه یې پرې لګولي او د افغان ملت شتمني یې په ناروا ډول کنګل کړې ده".

که څه هم طالبان د وسلو په زور په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي خو وایي دوی د دوحې تړون ته په ژمنتیا غوښتل چې له تېر افغان حکومت سره تر مذاکراتو وروسته واک په سوله ییز ډول دوی ته وسپارل شي.

نیډ پرایس وایي د دوحې تړون سرلیک "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" وو، ځکه نو بیا پر طالبانو ږغ کوي چې د دې تړون له مخې نه یواځې له امریکې سره بلکې تر ټولو مهمه دا چې له خپل هغه افغان ولس سره ژمنې پوره کړي چې د دوی د ښو کارونو په تمه دي:

"طالبانو په دوحه کې خپله هغه ژمنه هم نه ده پوره کړې چې په سیاسي خبرو اترو کې برخه واخلي او د مذاکراتو له لارې جوړجاړی وکړي. دا کار لا پاته دی چې باید وشي. موږ باید هېر نه کړو چې د دوحې تړون د طالبانو له خوا پر واک د قبضې نه، بلکې د سوله ییزې روغې جوړې تصور یې وړاندې کاوه".

د طالبانو او امریکې تر منځ د دوحې له تړون سره سم د 2020م کال په وروستیو میاشتو کې د هغه وخت له افغان حکومت سره مذاکرات پیل شول او څو ناستې یې په قطر کې وشوې، خو کله چې امریکې د 2021م کال په اپرېل کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو وروستی اعلان وکړ، له افغان حکومت سره خبرې بې نتیجې شوې او طالبانو د وسلو په زور د ولایتونو نیول پیل کړی چې په اخر کې د اګست پر 15مه په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول.

د نجونو او ښځو د تعلیم حق:

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانو نجونو پر ځنډېدلي تعلیم هم په داسې وخت خبرې کړې دي چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت پرون بیا د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې یواځې د نارینه زده کوونکو د پوهنتونونو د پرانیستلو اعلان کړی دی.

نیډ پرایس وایي‌ امریکا د افغانستان حالات له نیژدې څاري او ګوري چې په روانه میاشتې کې څه پېښېږي خو تمه لري چې د نجونو بند سکولونه به بیرته پرانیستل شي.

نیډ پرایس وایي امریکا د افغان ولس پر څنګ ولاړه ده او پر طالبانو ږغ کوي چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې تعلیم ته لاسرسی ولري او په ټولنه کې په بشپړه توګه برخه واخلي:

"د تېر کال په مارچ کې د نجونو د ثانوي تعلیم په ځنډولو سره طالبانو له دې پرېکړې سره یو ځل بیا له هغو ژمنو سرغړونه وکړه چې له خپلو خلکو سره یې کړې وې او دې پرېکړې د طالبانو له استازو سره زموږ پر خبرو اترو هم د پام وړ اغېز وکړ".

نیډ پرایس وایي‌ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو تر بندولو وروسته طالبانو دعوه وکړه چې دا د نجونو له تعلیم د تړلې تګلارې او انتظاماتو مسئله ده او ژر به حل شي، خو وایي پر ځای یې دوی د تېر کال د دسمبر پر 20مه د په یو بل فرمان کې ښځې هم له پوهنتونونو را وګرځولې او په دې کار سره یې د افغانستان نیمايي ابادي له تعلیمه محرومه کړه:

"تعلیم په نړۍ کې پېژندل شوی انساني حق دی. دا د افغانستان د ودې، اقتصادي ټینګښت او د سوکالۍ لپاره هم ضروري دی، دا یوه ډېره ساده خبره ده چې ولې د مځکې پر مخ بل هیڅ هیواد د ښځو او نجونو تعلیم نه دی منع کړی، ځکه چې هیڅ یو ملک تر هغه وخته پرمختګ نه شي کولای چې نیمه ابادي یې په خپلسرې توګه وروسته ساتل کیږي".

طالبانو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تازه خبرو او غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېر یونیم کال کې یې بیا بیا ویلي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد خلاف کارول کېدو ته پرې نه ږدي او له دې سره سره یې خپل حکومت ټولشموله ګڼلی او وایي د ښځو په ګډون یې د هیچا حقونه تر پښو نه دي لاندې کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00