شاته

رپورټ: پاکستان کې د فرورۍ په میاشت کې ترهګري نوره سېوا شوې ده

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي ايي سي اېس اېس] په خپل يو تازه رپورټ کې ویلي چې تېر د فرورۍ په مياشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

د امنيتي چارو کار پوهان وايي تر څو پورې چې پاکستان د ترهګرۍ ضد ښکاره پالیسي نه وي جوړه کړې اندېښنه ده چې ترهګري به نوره سېوا کيږي.

د پي ايي سي اېس اېس د رپورټ ترمخه تېره مياشت په ملک کې "58 وسله وال بريدونه شوي او 59 کسان پکې وژل شوي دي، په وژل شوو کې 27 ملکي وګړي، 18 امنيتي اهلکار او 17 وسله وال شامل دي، په دغو بريدونو کې ټول 134 کسان ژوبل شوي چې پکې 80 د امنيتي ادارو اهلکاراو 54 ملکي وګړي شامل دي".

د رپورټ ترمخه د کال 2015 د جون وروسته تېر د فرورۍ په مياشت کې تر ټولو بريدونه شوي دي، او د روان کال 2023 د جنورۍ په مقابله کې وسله وال بريدونه 32 فيصده سېوا شوي خو مرګونه پکې 56 فيصده کم شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې چې "په فرورۍ کې تر ټولو زيات بریدونه په بلوچستان کې او بيا د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې شوي وو".

ويل شوي په "بلوچستان صوبه کې په 22 وسله والو بريدونو کې 25 کسان وژل شوي او 61 ژوبل شوي او په قبايلي ضلعو کې په 16 بریدونو کې 16 کسان وژل شوي او 39 ژوبل شوي او په نوره صوبه کې په 13 بريدونو کې شپږ تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي وو". په پنجاب کې په څلورو بريدونو کې دوه تنه وژل شوي او اته ژوبل شوي او په سيند صوبه کې په درېو بریدونو کې لس تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي وو.

د ربورټ ترمخه په فرورۍ کې امنيتي ادارو هم خپل عملیات چټک کړي "55 مشکوک وسله وال یې وژلي او 75 یې نيولي وو، زيات کسان په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې نيول شوي وو".

که څه هم په رپورټ کې د وسله والو بريدونو د زمه وارو منلو په اړوند څه نه دي ويل شوي خو په وروستیو کې د زياتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

د امنيتي چارو کار پوهه پخوانى بريګيډيیر سعد محمد وايي، د تېر کال دوه راهسې په ترهګرۍ کې اضافه شوې ده، په وروستيو کې د پاکستان يو لوړ پوړي پلاوي د کابل سفر کړی وو نو اوس هغې ته کتل دي چې د هغې سفر کومې نتيجې مخې ته راځي که نه راځي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان اوس ښکاري چې افغانستان ته ګوري خو دا د پاکستان خپل جنګ دی حل به یې پاکستان را اوباسي په منتونو نه کيږي، خو د افغانستان پاليسۍ ته به کتل وي".

نوموړي زياته کړه که په پاکستان کې دننه وکتلی شي نو دلته هم کمزورۍ شته لکه که د پېښور په پوليس لاين بريد او په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر بريد ته وکتل شي نو پاکستان ته به خپلې کمزورۍ هم ختمول وي.

او څيړونکی اعجاز خټک وايي، "د پاکستان د روانو حالاتو نه خو معلوميږي چې ترهګري به زياتيږي کميږي نه، يواځې تحریک طالبان پاکستان مسله نه ده په ملک کې سياسي اړی ګړی دی، د پوځ دننه ځينې خبرونه هم په ټولنيزو رسنيو راځي، عدالتي فېصلې داسې راځي چې خپله پرې د عدالتونو اختلافات وي، اقتصادي مشکلات دي نو دا ټول حالات په خلکو فشار سېوا کوي تندروۍ ته خلک پاروي، مذهبي انتهاپسندي سېوا کيږي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي خټک زياته کړه، د پاکستان واکمن بيا بيا دعوې کوي او بيانونه ورکوي چې د ترهګرۍ نوغی به اوباسي خو "عمل به څوک کوي په عمل کې خو څه نه ښکاري، سياسي يو والی نشته چې د ترهګرۍ ضد جګړې دپاره ټول يوه خله شي، پاليسي جوړه شي، او په ملک کې بې ثباتي ختمه شي".

هغه زياته کړه، عمل يا عمليات په يوه ورځ نه کيږي خو څه اشارې خو به ليدل شوې وې په ښکاره به خو به څه بدلونونه شوی وی، "دوی افغانستان ته لاړه د هغې هم کومه ښکاره نتيجه ونه ليدل شوه، د کابل سفر يواځينی پرمختګ ليدل کيږي خوپه ښکاره څه نه لیدل کيږي چې کوم ګام اخستل شوی دی".

په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.

پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "په خبرو کې دواړو لورو موافقه کړې چې د ترهګرو ډلو له خوا د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې به په اغېزمنه توګه د مبارزې لپاره همکاري وکړي. دغه رنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم هوکړه وشوه".

او افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي وو، "په ناسته کې دواړو لوريو پرامنتيتي اندېښنو، په افغانستان د ډرون الوتنو، د مخالفو وسله والو ډلو په فعاليت واضحې او مفصلې خبرې شوې وې".

په 24 فرورۍ د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د مرکزي اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او ويل شوي وو په غونډه کې پرېکړه شوې چې "پاکستان د کورنۍ بې ثباتۍ متحمل نه شي کېدی قومي يو والی، اتحاد او ګډه مبارزه د وخت ضرورت دی په دغه لړ کې قومي اتفاق راې جوړه کړی شي او په منځ کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي".

د وزيراعظم هاوس د خبر ترمخه په غونډه کې "اتفاق شوی چې د ترهګرۍ خاتمه، معاشي بحالي او سياسي ثبات د يو بل سره تړلي دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00