شاته

پاکستان: عام خلک وايي ګرانۍ يې د ژوند عادتونه بدل کړي دي

د پاکستان د شماریاتو خپله سرکاري اداره وایي تیره میاشت په فرورۍ کې میاشتنۍ ګراني 31.6 فيصدو ته زیاته شوې ده، د ادارې په وینا په جنورۍ کې د ګرانۍ رفتار 27.6 فيصده وو او تېر کال په فرورۍ کی ګراني 12.2 فيصده وه. عام خلک وايي ګرانۍ يې د عادي ژوند عادتونه بدل کړي د کور خرچې یې د نيمې نه زياتې کمي کړي دي.

په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکې ګرانۍ له امله عام خلک وايي، کورنی ژوند یې سخت د مشکلاتو سره مخ شوی دی خرچې یې د نيمې نه زياتې کمې کړي بلکې ترسره کولی یې نه شي.

دا چې ګرانۍ عام خلک څومره اغېزمن کړی؟، د مردان ښار يو تن 60 کلن لعل محمد چې وايي په خپله دوکاندار هم دی ګرانۍ یې عادي ژوند دومره اغېزمن کړی چې د سورلۍ دپاره یې د موټر په ځای موټر سايکل کارول پېل کړي او د کور نور ضرورتونه یې راکم کړي دي.

مخکې به مې کور ته يو کلوګرام غوښه لېږله چې په 400روپۍ کلو وو اوس د 200 روپو کيمه اخلم، مخکې به مې دوه کلو پۍ/شاوده اخسته اوس مې پريښي او کور مې ويلي چای مه پخوئ د سهارې چای څښو، وړو له پېمپرې هم نه اخلو دا د غریب سړي په وس کې نه دي.

يو بل تن تمرېز خان وايي، چې اته تنه کورنۍ لري چرګ اخستو له بازار ته راغلی خو د يو چرګ بیه ورته 900 روپۍ وویل شوه ځکه یې وانه خستو، د بچو تعليم ته فکرمند دی.

زمونږ د کور خرچه د 40000 نه 70000 روپو ته رسېدلې او امدن مو 30000 روپۍ دی د چرګ د غوښې سوچ هم نه شو کولی په سرکاري سکول کې په بچو سبق هم نه شو ويلی.

د شمېرنې د ادارې ترمخه د تېر کال 2022 په مقابله کې د روان کال 2023 فرورۍ په میاشت کې پياز 416 فيصده، د چرګ غوښه 96 فيصده، وريژې 77 فيصده، دالونه 64 فيصده، وړه 56 فيصده او خوراکي تېل 50 فيصده ګران شوي دي.

دغه رنګ غېر خوراکي توکي لکه د ودانيو سامانونه، ګاډي، کرايانې او د ژوند د نورو ضرورتونو په څيزونو کې د 17 نه تر 60فيصده پورې اضافه شوې ده.

په ملک کې روانۍ ګرانۍ نه يواځې اخستونکي اغېزمن کړي بلکې تاجران او کاروباريان وايي، د دوی کاروبارونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.

د مردان يو کاروباري فاروق شاه وايي، وړاندې به یې د ورځې د 15 نه تر 20 منه [50 کلوګرامه] پورې چرګان خرڅول اوس يواځې دوه منه خرڅوي په دوکان کې ورسره وړاندې درې مزدوران وو اوس ورسره يو مزدور پاتې شوی دی.

تیره میاشت مرکزي حکومت د کابینې څخه ضمني قانون منظور کړی او د راتلونکي جون د میاشېی پوری يې د 170 اربه روپو ټېکسونه زیات کړي وو د سېلز ټيکسونو شرحه یې د 17فيصدو 18 فيصدو ته سېوا کړې وه.

او د خزانې وزیر اسحاق ډار چې مني يا ضمني بجټ وړاندې کړی په دغه بجټ کې یې د نورو ډېرو ټېکسونو لګولو او زياته کړې یې وه چې د عامو خلکو د استعمال په څيزونو ټېکسونه نه دي لګول شوي خو د بجټ سمدست وروسته بيا د تېلو مصنوعات [پټرول او ډيزل] ګران کړی شوي وو.

د څيړونکو په وينا د تېلو ګرانېدو سره په خپله عامه ګراني جوړيږي او څو پورې چې د ملک اقتصادي مشکلات نه وي حل شوي ګراني به نوره هم سېوا کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00