شاته

د پکتيا د زرمت ولسوالۍ خلک: د ژوند بنسټيزې اسانتياوې نه‌لرو

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې سیمې د عمومي سړک له خرابوالي، روغتیايي خدمتونو له کمښت او ځوانان يې له بې‌کارۍ شکایت کوي.

دوی وايي، که چېرې دوی په دوامداره توګه د مرستو او چندو په پیسو د سړک د اوارولو چاره ونه‌کړي، نو په دې لوړو ژورو او په بارانونو کې به د خټو د لاسه د موټرو تګ راتګ ورباندې ستونزمن وي.

دوی د ځینو نورو ستونزو یادونه هم کوي او وايي، نه لازمو روغتیايي اسانتیاو ته لاس‌رسی لري او نه يې کاروبار شته، چې کورنیو ته نفقه پیدا کړي.

د زرمت اوسېدونکی عالم خان وايي، زرمت ته غځېدلی سړک له پيله نه‌دی جوړ شوی، خو اوس وخت کې چې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د دې ولسوالۍ سربېره غزني او پکتیکا ته هم ورباندې تګ راتګ کېږي، جوړولو ته يې اړتیا ډېره شوې ده.

دی وايي، که چېرې دوی د خلکو په چندو او مرستو په دې سړک د اوار کارۍ کار روان ونه ساتي، نو د موټرو تګ او راتګ به ورباندې ډېر ستونزمن شي.

سيمه کې يو سړک
سيمه کې يو سړک

عالم خان هم غوښتنه کوي، چې اړوندې ادارې او مرستندویه بنسټونه دې د دې سړک جوړولو ته پام وکړي.

بې‌کاري په افغانستان کې هېواد شموله ستونزه ده چې، د زرمت د اوسېدونکو ژوند يې هم له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ځايي اوسېدونکی منګل وايي، له یوې خوا بې‌کاري ده او بل لوري ته د توکو بیې لوړې دي.

دی وړاندیز کوي، چې ملي او نړیوالې مؤسسې دې پروژې پیل کړي، تر څو خلکو ته په‌کې د کار کولو زمینه برابره شي.

"مخکې دومره ښه وه د لاس مزدوري پیدا کېده، موږ د کلاو د جوړولو کار کاوه

په همدې توګه د زرمت یو بل اوسېدونکی غزني خان وايي، په تېر کې ورته دومره لږه یا ډېره د لاس مزدوري پیدا کېده، خو اوس هغه د لاس مزدوري هم نه پیدا کېږي.

نوموړی زیاتوي: "مخکې دومره ښه وه د لاس مزدوري پیدا کېده، موږ د کلاو د جوړولو کار کاوه، دا دوه درې کاله کېږي، چې دا کارونه هم په صفر ودرېدل، اوس خلک کارونه نه‌کوي، قیمتي شوه، ډېزل بیې لوړې شوې، کارونه نه‌شته، خلک د دې هیله لري، چې مرستې ورسره وشي، که له هر لوري وي."

د زرمت ولسوال محمداصف کرار هم د خلکو ستونزې تايیدوي او وايي، د زرمت سړک او د دې سیمې د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو اسانتیا د ټولو خلکو او قومونو ګډه غوښتنه ده.

ده وویل، د دې سیمې د خلکو ستونزې يې ولایتي چارواکو او اړوندو وزارتونو سره شریکې کړې دي.

د پکتيا زرمت ولسوالۍ
د پکتيا زرمت ولسوالۍ

بل لوري ته د پکتیا چارواکي وايي، نوي لمریز کال کې د پکتیا د ډنډ پټان او زرمت ولسوالیو د سړکونو اساسي جوړول په پام کې نیول شوي دي.

د پکتیا والي ملا محمد خان دعوت ازادي راډيو ته وویل: "په راتلونکې کال کې نوي پلانونه لرو، چې له هغې جملې د پټان دېرش کیلومتره سړک دی، دا منظور شوی او په اساسي ډول به جوړیږي، بل سړک د زرمت ولسوالۍ دی، چې د پکتیکا تر سرحده چې د پکتیا مربوط دی، هغه به جوړیږي."

زرمت د پکتیا مرکز ګردیز لوېدیځ لوري ته پرته نسبتاً پراخه ولسوالي ده، چې د همدې ولسوالۍ په مسیر غځېدلي سړک باندې پکتیکا او غزني ولایتونو ته هم موټروې تګ او راتګ کوي.

زرمت په تېرو دوه لسیزو کې د پکتیا له نا امنو ولسوالیو څخه وه، چې د پرله‌پسې جګړو له کبله په‌کې خلکو لپاره د پام وړ رغنیز کارونه نه‌دي شوي او خلک يې د ژوند له اړینو اسانتیاو بې‌برخې دي.

اړوند مطالب