شاته

د نارينه محصلانو لپاره د پسرلني سمېستر د پيل اعلان؛ نجونې: دا پرېکړه خواشينونکې ده

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د نارینه محصلانو لپاره د پوهنتونونو د پسرلني سمېستر د پیل له اعلان وروسته، یو شمېر ښځینه محصلانې د طالبانو دا پرېکړه د خواشینۍ وړ بولي.

د کابل پوهنتون يوه محصله، چې اوس پوهنتون ته تګ اجازه نه‌لري او نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، په تمه وه چې د نوې تعلیمي کال په را رسېدو سره به د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت نجونو ته د تحصیل اجازه ورکړي.

دې ازادي راډيو ته وویل: "موږ هم همدې ته په تمه وو چې بېرته اعلان شي او د پوهنتون دروازه د نجونو پر مخ خلاصه شي، خو له بده مرغه چې موږ فعلا د دې شاهدان یو چې یوازې هلکان ته اجازه ورکړل شوه، کله چې ویل کېږي چې حکومت اسلامي دی او ټول اوامر یې د اسلام مطابق دي نو باید ټول اړخونه یې پام کې ونیول شي، داسې نه کېږي چې یوې برخې کې اسلام پام کې ونیول شي، یوه بله برخه زده‌کړه او پوهه ده، تعلیم او تربیه ده چې پر ښځو او نارینو فرض دی."

له بده مرغه چې موږ فعلا د دې شاهدان یو چې یوازې هلکان ته اجازه ورکړل شوه

یوه بله نجلۍ چې دا هم نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ژمنه کړې وه چې، د اسلامي شریعت سره برابرې طرحې سره به دوی ته اجازه ورکړل شي، خو ژمنه یې عملي نه‌کړه.

هغې زیاته کړه: "د دوی مسولینو وویل، په نوي تعلیمي کال کې به دوی خپلې طرحې وړاندې کړي، دا چې نجونو په کومو شرایطو باندې کولای شي خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي، دا درې میاشتې چې نجونو تېرې کړې په همدې هیله وې چې ښایي په نوي تعلیمي کال که به دوی وکولای شي بېرته خپلې زده‌کړې پيل کړي."

يو شمېر افغان محصلانې
يو شمېر افغان محصلانې

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د روان کب میاشتې په ۱۵مه به د سړو ولایتو سمېستر پيل شي او یوازې هلکان محصلان کولای شي د پوهنتون درسونو ته حاضر شي.

د طالبانو دې پرېکړې د نجونو محصلانو تر څنګ د ښځو د حقونو د فعالانو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د افغانستان د اصلي او مقتدر غورځنګ مسووله مونسه مبارز وویل، طالبان په دغه ګامونو خپلو سیاسي ګټو په لټه کې دي.

اغلې مبارز وايي: "د طالبانو ګامونه سیاسي دي، دې ګام کې هم د دوی سیاسي غوښتنې دي چې لا نه‌دي ورته رسېدلي او عبارت دا دی چې، د دوی استازی په ملګرو ملتونو کې په رسمیت وپېژندل شي، د افغانستان بلاک شوې پیسې دوی ته ورکړل شي، حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، یو یې هم لا حقیقت ته نه‌دی رسېدلی اوکومه پایله یې نه‌ده تر لاسه کړې، د دین، مذهب او فرهنګ موضوع له یو بل څخه جلا موضوع‌ګانې دي، هغه څه چې طالبان غواړي عملي یې کړي."

"د طالبانو ګامونه سیاسي دي، دې ګام کې هم د دوی سیاسي غوښتنې دي چې لا نه‌دي ورته رسېدلي

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او له طالبانو یې غوښتي چې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا د هغه ژمنو خلاف کار دی چې طالبانو له خلکو سره کړې وې او دا د امریکا او د طالبانو له استازو سره زموږ په اړیکو ژور اغېز لري.

نېد پرایس زیاته کړه چې، د نړۍ هیڅ هېواد، بې له افغانستان نجونې او ښځې له زده‌کړو نه‌دي منع کړي.

نوموړي ويلي: "موږ ګورو چې د روانې میاشتې په اخر کې کله چې ښوونځي پیل شي نو څه به وشي. موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او د طالبانو له حکومت غواړو چې ښځو اونجونو ته د زده‌کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي. د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې تړل خلاف د هغه ژمنو دي چې طالبانو له خلکو سره کړې وې، دا پرېکړې د طالبانو له استازو سره زموږ پر اړیکو ژور اغېز لري."

نېد پرايس
نېد پرايس

په دې اړه مو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا الدین هاشمي وپوښته، هغه ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې وویل: اوس‌مهال نجونې او ښځې اطاعت ته مکلفې دي.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او ځواکمنتیا دفتر په یو ټویټ کې لیکي، یو کال کېږي چې، نجونې له عالي او متوسطه زده‌کړو محرومې پاتې دي، درې میاشتې کېږي چې ښځې په نا دولتي ادارو کې هم له کار کولو منع دي او له یو کال ډېر وخت کېږي چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو د حذفولو سياست ادامه لري.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولکي څخه پورته ښوونځیو ته له تګ منع شوې او د نورو محدودیتونو تر څنک د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کې ښځې په په غیر دولتي ادارو، پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو وزارت هم له کار کولو منع شوې.

اړوند مطالب