شاته

حریم شاه وایي، لوڅې ویډیوګانې یې ملګرو په ټولنیزو رسنیو خپرې کړې دي

په تېرو وختونو کې دپاکستان وتلو سیاستمدارانو سره په ویډیوګانو جوړولو مشهوره شوې دټیک ټاک اؤ نورو رسنیو فعالې حریم شاه ویلي دهغې لوڅې ویډیوګانې په ټولنېزو رسنیو دهغې ملګرو خپرې کړې دي اؤ وایي دا به ددې عمل پرضد قانوني ګامونه اخلي.

حریم شاه تور لګولی چې دا(لوڅې) ویډیو ګانې یې دوؤ ملګرو صندل خټک اؤ عایشه دموبایل نه غلا کړې دي خو صندل یا عایشې لا د حریم شاه دغو تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

اوړمه ورځ په ټولنیزو رسنیو د حریم شاه ګڼ شمیر داسې ویډیوګانې خورې شوي چې پکې هغه د لامبلو په حالت کې لوڅه لیدل کیږي اؤ هم په یوه ویډیو کې ښکاري چې په بېډ یا کټ کې دیو داسې تن دپېښې دګوتې سره ځان مشغولوي چې دهغه تن مخ په ویډیو کې نه لیدل کیږی.

حریم شاه پخپله یوه تازه مرکه اؤ دټولنیزې رسنۍ انسټاګرام په سټورۍ کې ویلي چې هغې سره په کټ کې خپل خاوند ؤ اؤ وایي دغه لوڅې ویډیوګانې هم دهغې دموبایل نه صندل خټک اؤ عایشې پټې کړې دي.

خو دپرله پسې پوښتنې باوجود هم حریم شاه دې سوال ته جواب نه دی ویلی چې په لوڅ حالت کې ترې دغه ویډیوګانې چا جوړې کړې دي؟

هغې یوازې دومره وویل "دا ویډیوګانې زما په موبایل کې وې"

هغې تور ولګولو چې مخکې ورسره دهغې دوه ملګرې صندل خټک اؤ عایشه په کور کې اوسیدلې اؤ هغوئ یې دموبایل نه دا ویډيو ګانې غلا کړې دي خو دخپل تور هیڅ رقم ثبوت یې مخې ته نه دی راوړی.

صندل خټک یا عایشې په سمدستي توګه دحریم شاه تورونو ته څه جواب نه دی ویلی اؤ وي او ای ډیوه دصندل خټک دنظر معلومولو لپاره هغې سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه.

حریم شاه وایي دتېر یو کال راهسې چې هغه واده شوې ده نو خپلې دتېر وخت ملګرې صندل خټک اؤ عایشې ورسره حسد پیل کړی دی اؤ دی ته یې ګواښ هم کړی ؤ چې ویډیوګانې به یې رسوا کوي.

صندل خټک یا عایشې په سمدستي توګه دحریم شاه تورونو ته څه جواب نه دی ویلی اؤ وي او ای ډیوه دصندل خټک دنظر معلومولو لپاره هغې سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه.

دخېبر پښتونخوا دمانسهرې ضلعې د اوګۍ سیمې سره تعلق لرونکې 32کلنې حریم شاه چې خپل نوم یې فضاء حسین دی ،په دې وروستیو کې دپاکستان ګڼ شمیر مهم حکومتي اؤ سیاسي مشران دهغوئ په ویډیوګانو اؤ غږییزو فون کالونو خپرولو رسوا کړي اؤ په ټولنیزو رسنیو یې زیات شهرت موندلی.

خو دتېرکال راهسې چې دبلال شاه په نوم دکراچۍ یو ځوان سره دهغې واده شوی نو نوموړې دپاکستان نه بهر په ترکیه کې ژوند کوي .

په ټولنیزو رسنیو دحریم شاه د لوڅو ویډیوګانو مخې ته له راتلو وروسته دنهې اؤ چارشنبې دهغې نوم په ټویټر ټاپ ټرینډ کې هم راغلی اؤ ګڼو خلکو په دغه ټرینډ کې دحریم شاه په هکله دخپلو نظرونو څرګندولو ترڅنګ دهغې نوې اؤ زړې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې هم مخې ته راغلې دي چې لکه دتېرو وختونو په څېر یو ځل بیا حریم شاه دشهرت ترلاسه کولو په موخه خپلې دا لوڅې ویډیوګانې پخپله په ټولنیزو رسنیو وایرل کړې دي خو حریم شاه بیا پخپله تازه مرکه کې دا تورونه بې ځایه بللي دي اؤ وایي شهرت دهغې له وړاندې ښه ډیر دی اؤ دا ویډیوګانې یې پخپله نه دي خپرې کړي

ځانګړې ویډیوګانې

پښتنه شاعره او هنرمنده شمو جان څوک وه؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00