شاته

طالبانو یوازې نارینه زده کوونکو لپاره د دولتي پوهنتونونو د بیا پرانستو اعلان کړی دی

طالب چارواکو دافغانستان پلازمینه کابل اؤ څو نورو سیمو کې د دولتي پوهنتونونو دبېرته پرانستو اعلان کړی دی خو وایي یوازې نارینه زده کوونکي به پوهنتونونو ته د تګ اجازه ولري.

د طالبانو په واکمنۍ کې دلوړو زده کړو وزارت پخپل یو لنډ بیان کې ویلي "دلوړ زده کړو داجرایه شورا دپرېکړې له مخې په یخو ولایتونو کې به دلوړو زده کړو په دولتي تعلیمي ادارو کې د نارینه زده کوونکو د زده کړو لړۍ دمارچ دشپږمې نېټې نه پیل کیږي"

دافغانستان په 34 کې نزدې 24 ولایتونو کې د ژمې په موسم کې ښوونځو اؤ پوهنتونونو ته کلېزې رخصتۍ ورکول کیږي.

پروسکال طالبانو دجینکو په لوړو زده کړو ددې دریځ پخپلولو سره بندیز لګولی ؤ چې په تېر حکومت کې ښځو په صنفي اساس دمذهبي بندیزونو په مناسبه توګه خیال نه ساتلو.

په اګست کال2021 کې دافغانستان په اقتدار له قبضې کولو وروسته طالبان دنجونو په زده کړو دبندیز په اړه یوازې همدومره وایي چې دا بندیز دایمي نه دی اؤ زر به په دې لړ کې پرېکړه وکړل شي.

دبشري حقونو سازمانونه وایي افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هیواد دی چې پکې جینکۍ د زده کړو اؤ ښځې دفترونو کې د کار کولو نه منعې کړل شوې دي.

دجینکو دتعلیم اؤ دښځو دحقونو لپاره دکار کوونکې یوې غیر دولتي موسسې لرن افغانستان مشره پښتنه دراني وایي "د طالبانو خپلو منځو کې د واکمنۍ کشمکش روان دی"

دمېرمن دراني په وینا دامهال طالبان په دې شش و پنچ کې دي چې دوي خپل هغه امیر له واکه نه شي راغورځولی چې ښوونځیو اؤ پوهنتونونو ته د جینکو دتګ خلاف دی.

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ له امله دافغانستان څخه وتلې افغان خبریالې فرح ناز فروتن ویلي دطالبانو لخوا دنجونو د زده کړو مخه نیول یو ناوړه عمل دی چې دلکونو افغانانو لپاره یې دتباهۍ ډکې پایلې رامنځته کړې دي.

دجنورۍ میاشتې په پائ کې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي امریکا غږ ته منلې وه چې دوی د ټول هیواد په کچه خصوصي افغان پوهنتونونو ته یو لیک استولی چې د راتلونکي پسرلي سمستر لپاره دې دکانکور ازموینو کې د ښځینه زده کوونکو د ګډون مخه ونیسي.

دطالبانو لخوا په ښځو لګیدلو دې وروستيو بندیزونو په نړیواله کچه دطالبانو پرضد غصه راپارولې او په سمدستي توګه ددې بندیزونو دلرې کولو غوښتنې زور نیولی دی.

( د وي او ای انګلش په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

پښتنه شاعره او هنرمنده شمو جان څوک وه؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00