شاته

د پاکستان پبلک اکاونټس کمیټې ریټایرډ ججانو اؤ جنرالانو ته د ورکړل کیدونکو مراعاتو ریکارډ غوښتی دی

دپاکستان دپبلک اکاونټس کمیټۍ په غونډه کې ریټایرډ ججانو ،جنرالانو اؤ بیوروکریټانو ته د ورکړل کیدونکو پلاټونو،پنشن اؤ نورو مراعاتو ریکارډ غوښتل شوی دی.

دپي ای سي غونډه دچهارشنبې په ورځ ددغه کمیټې دچیرمین نورعالم خان په مشرۍ ترسره شوې چې پکې اړونده چارواکو ته امر شوی باید راتلونکې ججانو،جنرالانو اؤ بیورو کریټانو ته د ورکړل کیدونکو مراعاتو بشپړ ریکارډ پبلک اکاونټس کمیټۍ ته وړاندې کړل شي.

دکمیټې مشر نورعالم خان دغونډې پرمهال ویلي هیواد ډوبېږي اؤ دوي ته په زرګونو لیټره تیل ویړیا ورکول کیږي.

دپاکستان دسنیټ غړی ښاغلی مشتاق احمد خان وایي دامهال یوازې یو ریټایرډ جج 10 لکه روپۍ دمیاشتې پنشن اخلي اؤ ددې ترڅنګ په یوه میاشت کې 2000 یونټه ویړیا بجلي اؤ300 ویړیا پټرول استعمالوي چې ددې ټول زور دغریب ولس نه اوځي.

دپبلک اکاونټس کمیټې په غونډه کې دکمیتې غړي برجیس طاهر ویلي دا مهال په ګرد هیواد کې یو نیم لاک سرکاري ګاډي ویړیا پټرول کاروي اؤ باید دا پرې بند کړل شي.

دکمیټې بل غړي سینیټر مشاهد حسین سید غوښتنه کړې ده چې په سرکاري محکمو کې باید دپنځوو لکو روپو نه زیاته تنخا ور نه کړل شي.

دکمیټې غونډه کې دججانو په پروټوکول هم سختې نیوکې شوې دي اؤ دکمیټې غړي شیخ روحیل اصغر ویلي که دچا ژوند دومره په خطر کې وي نو هغه دې کورونو کې عدالتونه لګوي.

ښاغلي نور عالم خان په دغه موقعه ویلي چې په پروټوکول کې 20,20 ګاډي روان وي چې له امله یې عامو خلکو ته هم په تګ راتګ کې ستونزې پېښېږي.

کمیټې امر کړی باید کابینې ته لیک واستول شي چې دپروټوکول له امله عام ولس ونه ځورول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان دسینیټ غړي ښاغلي مشتاق احمد خان سینیټ ته ویلي وؤ دا مهال یوازې یو جج 10 لکه روپۍ پنشن اخلي اؤ ددې ترڅنګ دمیاشتې 2000 یونټه ویړیا بجلي اؤ 300 لیټره پټرول کاروي.

دښاغلي مشتاق احمد خان په وینا پاکستان کې مزې اشرافیه کوي اؤ دايي ایم ایف سره بیا په معاهدو کې دغریب ولس د وینو سودا کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې که هیواد د بې وزلۍ نه ویستل وي نو دې لپاره به د اشرافیه عیش و عشرت ختمول پکار وي.

دسینیټر مشتاق احمد خان لخوا د وړاندې کړل شوؤ شمیرو له مخې دا مهال پاکستان کې عدلیه،پوځ اؤ پولیس دکال 3000 اربه روپۍ بجټ اخلي .

حال دا چې د ولږې،بې رورګارۍ،ګرانۍ اؤ دصحت اؤ تعلیم د ستونزو سره دمخ ټول پاکستان کلیز بجټ 9500 اربه روپۍ دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

پښتنه شاعره او هنرمنده شمو جان څوک وه؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00