شاته

هند کې د G20 د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، اوکراین د بحث عمده مورد دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویینا کواټرا د چهار شنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب ۱۰) په نوې ډهلي کې وویل د اوکراین جګړه به د پنجشنبې په ورځ د جي شل یا شلو صنعتي هیوادونو غونډې یوه مهمه برخه وي.

د G20 د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې په نوې ډهلي کې غونډه کوي چې پر اوکراین د روسیې برید جیوپولیټیک تاوتریخوالي ډیر کړي او د یوې اجماع د جوړیدو په برخه کې یې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو هڅې له ننګونو سره مخ کړي دي.

دا غونډه چې د مارچ په لومړۍ او دویمه نیټه ترسره کیږي، پکې د نورو چارواکو ترڅنګ د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګنګ هم ګډون کوي.

د اوکراین د جګړې تر څنګ، د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ تاوتریخوالي د غونډې یو بل بحث دی.

ددغو دوو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې متحدو ایالتونو تیره میاشت په خپلو شرقي سواحلو کې د چین د جاسوسۍ یو شکمن بالون نسکور کړ.

خو شنونکي په دې باور دي چې دا غونډه کیدای شي د یادې ډلې د مالیې وزیرانو د تیرې اوونۍ د غونډي د تاوتریخوالو تکرار وي چې د هند په کوربه توب ترسره شوه.

د تیرې اوونۍ غونډه د روسیې د یرغل د غندلو د لحن له امله د چین او روسیې تر انتقاداتو وروسته د مشترکې بیانیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده.

د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به متحده ایالات او متحدین یې پر جی شل فشار راوړي څو د اوکراین د جګړې په وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

اروپايي ټولنه وایي د غونډې بریا به له دې معلومه شي چې د اوکراین د جګړې په اړه څه ترلاسه کیږي. په بهرنیو چارو کې د اروپايي ټولنې استازي جوسپ بوریل په نوې ډهلي کې خبریالانو ته وویل:" دا جګړه باید وغندل شي."

هغه زیاته کړه:" هیله لرم، زه مطمین یم چې د هند دیپلوماتیک ظرفیت به وکارول شي څو روسیه پوهه کړای شي چې دا جګړه باید ختمه شي.‌"

بلخوا روسیې ویلي جي ۲۰ یوه معتبره غونډه ګڼي، هغه ځای چې د متوازنې اجماع پریکړې باید د ټولو په ګټه وي.

په نوې ډهلي کې د روسیې سفارت د سه شنبې ناوخته د یوې بیانیې په خپرولو سره په امریکا او متحدینو یې په انتقاد سره ویلي چې د هغوی "مخرب سیاستونه" نړۍ د ناورین پولې ته نږدې کړې، ټولنیز – اقتصادي پرمختګونه یې برعکس کړي او د بیوزلو هیوادونو وضعیت یې په شدت خراب کړی دی.

د چارو یو شمیر کارپوهان وایي د دریځونو تفاوت د غونډې په پای کې د یو مشترک دریځ په ترلاسه کیدو کې هند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. هند سږ کال د جی شل مشري په غاړه لري.

ټاکل شوېده د جي شل په غونډه کې پر ۴۰ غړو هیوادونو سربیره د بنګله دیش په شان هیوادونه چې غړي ندي او څو اړخیز سازمانونه هم ګډون وکړي.

د جي شل د غونډې پرمهال ټاکل شوېده د کواډ د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه هم په نوې ډهلي کې ترسره شي.

متحده ایالات، هند، استرالیا او جاپان د کواډ غړي هیوادونه دي. ددغو هیوادونو د اتحاد عمده هدف په هندو پسفیک کې د چین په زیاتیدونکو کړنو څار دی.