شاته

امریکا کې یو کس الوتکې ته د چاودیدونکو توکو د لیږد د هڅې په تور ونیول شو

امریکایي چارواکو د چهار شنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب ۱۰) اعلان وکړ یو کس یې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه ونیو چې هڅه یې کوله منفجره توکي یوې الوتکې ته ولیږدوي.

د امریکا د فدرال د تحقیقاتو اداره "اف بي ای" وایي ۴۰ کلن مارک موفلي چې اصلا د پنسلوانیا ایالت د لانسفورډ ښار اوسیدونکی دی هڅه کوله چاودیدونکي توکي چې په یو بکس کې ځای پرځای شوي وو د یاد ایالت له لیهای والي هوایي ډګر څخه د فلوریډا ایالت سنفوډ ښار ته ولیږدوي.

د امریکا د لیږد رالیږد د امنیت اداره TSA چې په هوایي ډګرونو کې د مسافرو او د بکسونو د څیړنې مسولیت لري، وویل د یادې ادارې یو کارکوونکي په یو بکس کې مشکوک مواد وموندل او فکر یې وکړ چې انفجاري مواد به وي.

د یادې ادارې ویاند وویل:" د اف بي ای تخنیکي کارکوونکو او سیمه ایزو پولیسو تشخیص کړه چې دا ماده په اصل کې یوه ژوندۍ انفجاري وسیله ده."

د امریکا د فدرال د تحقیقاتو ادارې وویل مشکوک مواد د فلس پوډرو او تیارو دانو یوه مجموعه ده چې پکې په تجارتي پټاقیو کې کارول کیږي.

د یادې ادارې په بیانیه کې راغلي، تور پوډر او فلس پوډر کولی شي الوتکې او مسافرو ته د پام وړ خطر رامنځ ته کړي.

تر اوسه ددې پيښې له هغې جملې د تورن کس د برید هدف روښانه ندی.

ددې خبر په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس له موادو کار اخیستل شوی