شاته

سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم کړی

د پاکستان سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم کړی دی. د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بندیال نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [لومړي] مارچ د انتخاباتو په اړوند په از خود نوټس فېصله اورولې ده.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه عدالت په فېصله کې ويلي، د خېبرپښتونخوا ګورنر اسمبلي ماته کړې نو د انتخاباتو نېټه دې هم هغه ورکړي ګورنر د انتخاباتو په نېټه نه ورکولو د ايين نه سرغړونه کړې ده.

او ويل شوي د پنجاب اسمبلي ګورنر نه ده ماته کړې ځکه د ملک صدر واک لري چې د انتخاباتو نېټه ورکړي.

په فېصله کې زياته کړی شوې چې الېکشن کمېشن دې د انتخاباتو نېټه صدر ته ولیږي او مرکزي حکومت دې الېکشن کمېشن ته په دغه اړوند وسايل ورکړي.

چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس منيب اختر او جسټس محمد علي مظهر په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو او دوه ججانو جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل په فېصله کې اختلافي نوټ لیکلی دی.

په اختلافي نوټ کې ويل شوي چې سپريم کورټ له په دغه اړوند معاملاتو کې از خود نوټس اخستل نه وو پکار، په دغه معامله د لاهور هايکورټ د وړاندې نه فېصله ورکړې ده.

د فېصلې وروسته د ايتلافي حکومت د قانون وزیر، اعظم نذير تارړ او اټارني جنرل شهزاد عطا الهي وويل، د نهه ججانو بنچ دغه اورېدنه پېل کړې او بيا په بنچ کې پينځه ججان پاتې شوي نورو ججانو ترې ځان جدا کړی وو په دې قضيه کې څلورو ججانو دغه خواستونه رد کړي او پينځه ججانو قضيه اورېدلې ده.

او د قانون وزير وويل، د پينځه کسانو بنچ نن فېصله واوروله ښکاره فېصله اورول شوې دوه ججانو ويلي چې دا قضيه د اورېدو جوګه نه ده نو د دې وروسته بيا دې ته د کتنې کوم ضرورت نشته هغه زیاته کړه دا قضيه څلور ججانو رد کړې ده.

اعظم نزير تارړ وویل په اووه ججانو کې دوه ججانو وړاندې په 23 جنورۍ ويلي وو چې دا قضيه د اورېدو قابله نه ده ځکه هغه فېصله په دې کې شامل ده.

هغه دا هم وويل دا قضيه په پېښور او لاهور هايکورټ کې روانه ده، او په ايتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونه وکيلان پرون په عدالت کې موجود وو، او عدالت ته یې ويلي چې د 35اربه روپو په مصرف ډيجيټل سرشمېرنه نن پېل شوې او د هغې نتیجه به په 30م اپرېل مخې ته راځي د هغې وروسته به د ابادۍ تناسب معلوم شي د قامي اسمبلۍ د حلقو او حلقه بنديانو بدلېدل هم امکان لري د سر شمېرنې نه وړاندې انتخابات کېدل به تضاد جوړوي.

خو د مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان ویلي، د عدالتي فېصلې هرکلی کوي، جېل بهرو تحریک ځنډوي په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې انتخابي کمپاين پله ځي.

چيف جسټس عمر عطا بنديال په 22 فرورۍ خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د انتخاباتو وروسته کېدو په اړوند از خود نوټس اخستی او په 23 فرورۍ يې بيا د دې اورېدنه پېل کړې وه.

په لومړۍ کې د قضيې اورېدنې دپاره د سپريم کورټ د نهه ججانو بنچ جوړ شوی، او بيا مسلم ليګ ن ګوند په بنچ کې شاملو دوه ججانو اعتراض کړی وو.

بيا په 23 فرورۍ دوه ججانو اطهرمن الله او جسټس يحيا افريدي ځان د بنچ څخه جدا کړی وو. او دغه رنګ جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي نقوي هم د قضيې څخه جدا شوي وو په چا چې حکومت اعتراض کړی وو.

له دغې وروسته بيا د پینځه ججانو بنچ د قضيې اورېدنه کړې، پرون یې فېصله محفوظ کړې او نن یې واوروله.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00