شاته

په یونان کې د مسافرو او سامان وړونکی رېل ګاډي جنګېدلي، لږ تر لږه 36 تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي

واشنګټن ــــ په یونان کې یو د مسافرو او بل سامان وړونکی رېل ګاډی سره جنګېدلي دي چې له کبله یې لږ تر لږه 36 تنه مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. دا په دې هېواد کې د ټرېنونو تر ټولو بده پېښه ګڼل کېږي.

د یونان چارواکي وایي پیښه هغه وخت شوې چې مسافر وړونکی ټرېن له یوه ټونله را ښکاره شو او ډبې یې له پټلۍ وغورځېدې، کړکۍ یې ماتې شوې او اور پرې بل شو.

رویټرز خبري ایجنسۍ د چارواکو له خولې وایي، 66 ټپیان روغتون ته د علاج لپاره وړل شوي چې وایي په هغوی کې شپږ د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې ساتل شوي دي.

د لاریسا په نوم روغتون د بیړنۍ څانګې مشر اپوسټولوس کومنوس وایي په پېښه کې اکثر مړه شوي کسان ځوانان دي چې عمرونه یې د 20 کلونو په شاوخوا کې وو.

یو 28 کلن مسافر سټریګیوس مینینس چې تر پېښې سمدستي وروسته یې د ټرېن تر کړکۍ بهر ټوپ کړي او ځان یې د مرګ له خولې بچ کړی، رویټرز ته په روغتون کې ویلي:

"هلته د ویرې حالت وو، اور ډېر تېز وو، کله چې موږ د شا په خوا روان وو موږ د اور په لمبو سوځېدو ځکه چې اور ښي او کیڼ دواړو اړخونو ته وو".

د هیلینیک ټرېن د معلوماتو له مخې په مسافر وړونکي رېل ګاډي کې 342 مسافر او 10 تنه عمله سپاره وه او په بار وړونکي رېل ګاډي کې یواځې دوه د عملې کسان سپاره وو.

د تیسالي ګورنر کونستانتینوس اګورستوس یو ځایي ټیلیویژن ته ویلي چې د مسافر وړونکي رېل ګاډي څلور ډبې یا بوګۍ تر پېښې وروسته له پټلۍ غورځېدلې دي چې وایي له کبله یې په لومړیو دوو ډبو کې اور لګېدلی او په بشپړه توګه تباه شوې دي.

د یونان حکومت د چارشنبې- شورو له ورځې تر جمعې پورې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی چې په دې مهال به د پېښې قربانیانو ته د درناوي لپاره د دې هېواد بیرغونه نیم ځوړند وي.

د انفراسټرکچر او ټرانسپورټ وزیر کوستاس کارمانلیس خبریالانو ته ویلي، "موږ ته لا هم په پېښه کې د مړو شویو کسانو کره شمیر نه دی معلوم، موږ به په پوره شفافیت سره پلټنه وکړو چې د پېښې سبب څه وو".

د پولیسو یوه چارواکي ویلي په لاریسا ښار کې یې د رېل ګاډو د سټېشن مشر نیولی دی او وایي د هیلینیک ټرېن د یو استازي په ګډون یې لږ تر لږه له درو عیني شاهدانو د پېښې د علت په اړه پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

د یونان ولسمشرې کېترینا ساکیلاروپولو د مولدووا سفر لنډ کړ او یونان ته ستنه شوې ده. هغې یوې خبري غونډې ته ویلي، "اوس هم د خلکو د ژغورنې چارې روانې دي او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د مرګ په دې ریل کې بند پاته دي".

د اور وژنې د ادارې ویاند وایي دوی د تیارې له کبله د اور په وژلو کې ستونځې سره مخ وو او وایي کېدای شي د مړو شمېر زیات شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00