شاته

څيړونکي: پاکستان کې تېل د لنډې مودې لپاره ارزان شوي

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي حکومت چې د پټرولو او ځينې نورو تېلو د بيو کمولو اعلان کړی دا "لنډمهالی يا عارضي دی" په څو ورځو کې به تېل نور ډېر ګران شي. د دوی په خبره اوس چې تېل ارزان شوي څو علتونه يې دي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د نهې- سه شنبې په ماسخوتن د پټرولو د یو لیټر بیه کې د پینځه روپو او خاورو تیلو په بیه کې د 15 روپو د کمي اعلان کړی دی، او د ډيزلو بيې په خپل ځای ساتل شوي دي.

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، پاکستان کې د تېلو ارزانېدو څو علتونه دي، یو دا چې "په نړیوال مارکيټ کې د تېلو قیمتونه کم شوي، بل دا چې په تیرو څو ورځو کې روپۍ د ډالر په مقابله کې يو څه ښه شوې او درېم علت په حکومت هغه فشار دی چې په ملک کې ګراني د حسابه سېوا شوې ده" خلکو احتجاجونه پېل کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، حکومت ته په نړیوال مارکيټ کې د تېلو او په مارکيټ کې د ډالر ارزانېدو سره موقع جوړه شوې وه ځکه یې پټرول پينځه روپۍ ارزان کړي دي.

هغه زياته کړه اوس په نړيوال مارکيټ تېل بيا په ګرانېدو دي، نو دا اوسني تېل ارزانېدل عارضي دي په څو ورځو کې به بيا ګران شي.

هغه وويل، "د پاکستان اقتصادي مشکلات په خپل ځای دي ځکه چې نړیوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] تراوسه پورې د پاکستان د پور پروګرام بحال نه کړو".

د اسلام اباد په نړیوال اسلامک پوهنتون کې د اقتصاد استاز ډاکټر معراج الحق هم د وکیل الرحمان خبره تاييدوي چې د تېلو ارزانېدل موقتي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "حکومت هڅه کوي چې د نړيوالې مالياتي ادارې د پور شرطونه پوره کوي نو په داسې کې نه شي کولی چې تېل ارزان کړي او دا يوه لنډ مهاله موقع په لاس ورغلې وه ځکه یې يو څه ارزان کړه".

هغه زیاته کړه، په راتلونکو ورځو کې به نړیواله مالیاتي اداره د پاکستان نه په پټرولو د ليوي سېوا کولو غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره "د ملک سره بهرنۍ زېرمې په ريکارډ کچه کمې شوي، په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی نو څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور پروګرام نه وي بحال شوی پاکستان به د ديواليه کېدو د خطرې سره مخ وي".

د فرورۍ په لومړۍ لسيزه کې د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام په اړوند د لسو ورځو خبرې شوې وې خو بې د کومې نتیجې پای ته رسېدلې وې.

او د يادو مذاکراتو وروسته د خزانې وزير اسحاق ډار پارلیمان ته د اضافي بجټ يا بوديجې مسوده وړاندې کړې او ويلي يې وو په ملک کې به د 170 اربه روپو نوي ټېکسونه لګول وي او د هغې وروسته په ملک کې تېل هم ګران کړی شوي وو.

اسحاق ډار په بودیجه کې د نوو ټېکسونو لګولو سره ویلي وو په هغو څيزونو یې ټېکسونه نه دي لګولي کوم چې عام او غريب خلک کاروي خو د تېلو د ګرانۍ وروسته اقتصاد پوهانو ويلي وو که په بوديجه کې په عامو غريبو خلکو ټېکس نه دی لګول شوی خو د تېلو ګرانېدو سره به عامه ګراني سېوا شي.

په 16م فرورۍ حکومت د یو لیټر پټرولوپه نرخ کې 22 روپۍ او 20 پېسې او د ډیزلو نرخ کې 17 روپۍ او 20 پېسې اضافه اعلان کړې وه. او تېره شپه چې تېل بیا ارزان کړی شوي، دې سره د یو لیټر پټرولو بیه267 روپو،د لایټ ډیزلو بیه 184 روپو او 68 پیسو او د خاورو د تېلو بیه 187 روپو او 73 پیسو ته راغورځېدلې او د ډيزل بیه هم280 پخپل ځای پاتې کړی شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصادي مشکلات د نړیوالې مالياتي ادارې د پور د پروګرام سره تړلي دي.

د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د ځنډ په اړه وکيل الرحمان وايي، "نړيواله مالیاتي اداره د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د اقتصاد دپاره دې پوره اصلاحات وکړی وړاندې که یې ځينې شرطونه اېښوده نو اوس پوره بدلون غواړي".

د پاکستان حکومت وخت په وخت دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي او په وروستيو کې د ملک وزيراعظم شهباز شریف ويلي، "ملک د چېلنجونو سره مخ دی د مالياتي نړیوالې ادارې [ايي اېم اېف] سره په سختو شرطونو خبرې منل کيږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00