شاته

طالبانو د سړو سیمو ذکور محصلینو درسونو پیلېدو نېټه اعلان کړه

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزرات وايي، ټاکل شوې د کابل په ګډون د افغانستان سړو سیمو دولتي پوهنتونونو ذکور محصلینو درسونه د روان کال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه پیل شي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب لسمه) پدې اړه اعلامیه کې ویلي: "د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د پرېکړې پر بنسټ، په پام کې ده چې د د هېواد د دولتي تحصیلي بنسټونو د سړو سیمو د ذکور محصلینو د بهاري سمسټر درسونه د روان کال د کب په ۱۵ مه نېټه په رسمي ډول پیل شي."

په داسې حال کې چې تمه ده په روان تعلیمي کال کې به د پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ هم پرانیستل شوي وای، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

ټاکل شوې یوه میاشت وروسته په افغانستان کې ۱۴۰۲ نوی تعلیمي کال پیل شي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې.

دغه وزارت همدارنګه تېره جنوري میاشت کې د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې تر «امرثاني» پورې د ګډون اجازه ورنکړي.

د طالبانو حکومت د لوړ زده کړو وزارت دغه پرېکړو زیات غبرګونونه پارولي او د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو، نړیوالې ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو پر خلاصولو باندې ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت پر داسې مهال د سړو سیمو د ذکور محصلینو پوهنتونونو پیلېدو خبر ورکوي چې تر دې مخ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په را روان تعلیمي کال کې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پر خلاصولو ټینګار کړی و.

یوناما د فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و په داسې حال کې چې یوه میاشت وروسته به په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شی، خو په خبره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به لا د نجونو او ښځو پر مخ بندې وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ زیاته کړې وه : "په یوه میاشت کې به په ټول افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نوي تعلیمي کال لپاره پرانیستل شي، خو د اوسني تصمیم پراساس به د میلیونونو نجونو او ښځو پر وړاندې بندې وي. دا عمل له بشري حقونو سرغړونه او ځان ته زیان رسول دي."

یوناما له واکمنو چارواکو غوښتي چې همدا اوس د ژوند خوندي کولو، معیشت ښه کیدو او راتلونکي لپاره لاس په کار شي.