شاته

دپاکستان دهاکۍ ښځینه لوبغاړې شاهده رضا یورپ ته د اوښتو هڅه کې خپل ژوند د اټلي سمندر کې بایللی

داټلي په سمندر کې دکشتۍ د ډوبېدو پېښه دپاکستان دهاکۍ دښځینه لوبډلې دیوې مهمې لوبغاړې شاهده رضا دمړینې پخلی هم شوی دی.

دپاکستان دبلوچستان ایالت دسرښار کوټې دهزاره ټولنې سره تعلق لرونکې 27 شاهده دیو ماشوم مور وه اؤ غوښتل یې د روښانه مستقبل لپاره اروپا ته واوړي خو دکشتۍ په ډوبېدو دهغې دغه خوب تعبیر ونه موندو.

دایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د رپورټ له مخې میرمن رضا د لوبو په نړۍ کې د چنټو په نوم پیژندګلي لرله اؤ دهغه دپاکستان دښځو دهاکۍ دلوبډلې یوه تکړه لوبغاړې وه چې دپاکستان د ریلوی محکمې له لوري یې هم دهاکۍ سیالیو کې برخه اخسته.

ټریبیون ورځپاڼه وایي چې هغه د فټبال دلوبې هم یوه تکړه لوبعاړې وه اؤ دښځو دفټبال سیالیو کې یې دبلوچستان یونایټيډ لوبډلې استازیتوب کولو.

شاهده رضا دیو ښه مستقبل په لټون کې دترکي نه اټلي ته تلونکې هغه کشتۍ کې سوره وه چې په 26مه فرورۍ داټلي په جنوبي سیمه کروټون کې دیو سمندري ګټ سره دټکر کیدو له امله چپه شوه .

د رپوټونو له مخې تقریباً دوه سوه کسان په دغه کښتۍ کې سپاره وو او ډوب شوي وو چې اتیا پکې افغانان اؤ دوه پکې پاکستانیان هم مړه شوي دي.

رپورټونه وایي په دغه کشتۍ کې نزدې 20 پاکستانیان ناست وؤ چې هغوئ کې د زیاترو تعلق دپنجاب ګجرات سیمې سره ښودل شوی دی.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وایي شاهده رضا دپیو د یوې وړې ماشومې مور خو ددغه پېښې په مهال هغې سره خپله لور نه وه.

په تېرو وختونو کې دګڼ شمیر خونړیو بریدونو سره مخ شوې دکوټې هزاره ټولنې په دې پېښه سخته خواشیني ښودلې اؤ په حکومت یې ټینګار کړی دی چې راتلونکي کې دداسې رقم پېښو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي .

داټلي په سمندر کې ددې کشتۍ دچپه کیدو په پېښه ساحل ساتونکو ځواکونو 80 تنه ژغورلي او د نورو ډوبو شوو کسانو د لټون کار لا روان دی.

په دې کشتۍ کې سواره تقریباً 80 فیصده افغانان وو، شاوخوا 20 پاکستانیان او نور د ایران او سومالیا اوسېدونکي وو.

دافغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې خواشیني ښکاره کړې چې وایي "د اټلي په سوېلي سمندرګي کې تر شاوخوا 80 تنو پورې" مړه شوي کسان افغانان دي او د دوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقار بلخي پر ټویټر لیکلي چې په مړو شویو افغان کډوال کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له ترکي ایټالیا ته د سمندر له لارې د لرګي په کشتۍ کې روان وو.

بل لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کشتۍ په پېښه کې په لسګونو پاکستاني وګړي هم ډوب شوي وو چې وایي د دوو کسانو یوې ځوانې ښځې او ځوان سړي مړینه تایید شوې او تر اوسه پورې 17 کسان ژغورل شوي دي.

دا په دوو اوونیو کې دویمه لویه پېښه ده چې په لسګونو افغانان پکې مړه شوي دي. د فرورۍ پر 18مه هم په بلغاریا هېواد کې په یوه کنټینر لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون 18 افغانان د لوږې، سالنډۍ او د اکسیجن د نشتوالي‌ له کبله مړه شوي او 34 ژوندي موندل شوي وو.

رپوټونو وایي په 2022م کې تر یو لک پینځه زره زیات کډوال ایټلي ته د سمندر له لارې رسېدلي وو چې وایي اکثره یې د افریقې، منځني ختیځ او د جنوبي اېشیا د هېوادونو وو.

ایټلي د یورپي اتحاد له نورو هیوادونو غوښتي چې را وړاندې شي او ځینې هغه کډوال ومني چې نه غواړي په ایټلي کې پاته شي او هڅه کوي چې د کار موندلو یا د کورنۍ له غړو سره د یو ځای کېدو لپاره د یورپ نورو هېوادونو ته لاړ شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00