د نیویارک قاضي: د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمن خلک د افغانستان بېنک د شتمنۍ حق نه لري
واشنګټن ــــ د امریکې یو قاضي په خپله پرېکړه کې ویلي چې د 2001م کال د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمنې کورنۍ حق نه لري چې د افغانستان بېنک 3.5 اربه ډالر شتمنۍ تر لاسه کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د دې فیصلې تود هرکلی کړی دی.
د نیویارک د منهېټن ښار قاضي جورج ډېنیل د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، دی د امریکې "د اییني پابندیو" په بنیاد طالبان د افغانستان قانوني حکومت نه ګڼي او دا پیسې د افغانستان بېنک شتمني ده.
د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې قاضي ډېنیل ویلي، که د یوولسم ستمبر اغېزمنو کورنیو ته د دې شتمنۍ د کنګل کولو اجازه ورکړي د دې معنا به دا وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت قانوني جواز لري.
قاضي وایي دا چې د صدر جوبایډن حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی نو د امریکې عدالتونه هم دا توان نه لري چې داسې یوې پرېکړې ته ورسېږي:
"مدعي قاضیان د مخکینیو پرېکړو په بنیاد حق لري چې پیسې را غونډې کړې او ټولې زموږ د هېواد په تاریخ کې د تر ټولو ناوړه ترهګر برید لپاره وساتي، خو دوی د افغانستان بېنک پیسې نه شي را ګرځولای".
طالبانو تر اوسه د امریکایي قاضي پرېکړې ته څه جواب نه دی ویلی، خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق یې تود هرکلی کړی او پر ټویټر یې لیکلي دي:
"موږ د امریکې د ضلعي عدالت د پرېکړې تود هرکلی کوو او په ریښتیا د دې انصاف او د قانوني ټیم د بشپړ ملاتړ او نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه کوو. د ترهګرۍ ټول متاثرین د انصاف او تاوان حق لري خو له اصل مجرمانو څخه".
امریکایي قاضي په خپله د 30 پاڼو فیصله کې ویلي، چې د یوولسم ستمبر د پېښې تاوان باید طالبان ورکړي، نه دا چې د افغانستان مخکینی اسلامي جمهوري حکومت یا افغان ولس یې ورکړي.
د رویټرز په وینا د قاضي جورج ډېنیل پرېکړه د هغو څلورو مدعي ډلو ماتې ده چې د نیویارک په فیډرل ریزرو بېنک کې د افغانستان بېنک د کنګل شوې اووه اربه ډالرو شتمني د څه برخې دعوه یې کوله.
له دغو څلور ډلو څخه د یوې ډلې وکیل لي وولوسکي د قاضي جورج ډېنیل پرېکړه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې د فیصلې خلاف به بل عدالت ته اپیل یا خواست کوي. وکیل وولوسکي ویلي:
"دا پرېکړه د یوولسم ستمبر د پېښې تر لس زره زیات اغېزمن کسان له دې حقه محرومه کوي چې له طالبانو خپل تاوان واخلي".
د عدالتي معلوماتو له مخې د مدعیانو یوه بله ډله هم پلان لري چې د قاضي ډېنیل د پرېکړې خلاف اپیل وکړي.
دغو مدعي ډلو د القاعده په ګډون پر ډېرو ممکنه ذمه وارو د یوولسم ستمبر د بریدونو تور پورې کړی وو، خو کله چې هغوی عدالت ته حاضر نه شول نو پرېکړه د دوی په حق کې وشوه. دوی طالبان هم ځکه د هغې پېښې ذمه وار ګڼي چې په هغه پېښه کې د لاس لرونکې القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه.
د نیویارک فیډرل ریزرو بېنک د افغانستان بېنک شاوخوا اووه اربه ډالر شتمني د 2021م کال د اګست پر 15مه په هغه ورځ کنګل کړې چې طالبان په دویم ځل پر کابل واکمن شول.
بیا د تېر کال په فرورۍ کې صدر جوبایډن وویل چې د دې شتمنۍ نیمایي به د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمنو کورنیو ته وساتل شي او نیمې به یې له افغان ولس سره د بشري مرستو لپاره د سویټزرلېنډ یو ټرسټ ته واستول شي.