شاته

فلسطيني چارواکي وايي اسرایلي ځواکونو ۱۰ فلسطینیان وژلي

اسرایلي ځواکونه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وېسټ بېنک نابلس ښار ته ورغلل چې له امله يې جګړه شروع شوې او د صحت فلسطيني چارواکي وايي په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطينیان وژل شوي چې ۷۲ کلن تن هم پکې شامل دی.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ پېښه په وېسټ بېنک او مشرقي یروشلم کې د تیر یو کال راهسې د جګړې تر ټولو خونړۍ واقعه وه چې د نورې خونرېزۍ په اړه یې هم تشویش راپورته کړی دی.

د رپورټ ترمخه د اسرایلي ځواکونو د چاپې په نتیجه کې په نابلس کې یو عمارت په کنډر کې بدل شو او د ڼ شمېر دوکانونه په دېوالونو د ګولونخښې لیدل کېدې.

حماس مسلح ډلې، چې د غزه واک يې په لاس کې دی، وویل چې صبر يې په تمامېدو دی.

د صحت فلسطيني چارواکو وویل په پېښه کې ۱۰ کسان ووژل شو او د ۱۰۰ نه زیات زخمیان شول.

اسرایلي پوځ وویل په نابلس کې چاپه يې د دریو کسانو په لټه کې وهلې وه چې په حملو کې ککړ وو او دغه کسان په يو پټن ځای کې وو.

اسرایلي پوځ وویل دغه کسانو ته و وېل شوو چې تسلیم شي خو د تسلیمېدو په ځای يې ډزې شروع کړې او بیا درې واړه د ډزو په تبادله کې ووژل شوو.

اسرایلي پوځ وویل مسلح کسانو په اسرایلي عسکرو درنې ډزې وکړې او اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې او نورو کسانو اسرایلي عسکر په کاڼو او چاودېدونکو مواد وويشتل.

ای پي وايي د اسرایلي ځواکونو څه جاني نقصان نه دی شوی. اسرایلي پوځ تصویران هم شایع کړل چې دوه ټوپکې ښښي او ويې وېل چې دغه ټوپکې په چاپه کې لاس ته ورغلي دي.

ای پي په خپل رپورټ کې وویل نابلس ښار د وسله والو مرکز ګڼل کېږي او اسرایلي ځواکونه پکې وخت په وخت عملیات کوي.

حماس وویل په وژل شویو فلسطینیانو کې درې د تنظیم غړي وو.

ی پي وايي په سوشل ميډیا شریک شویو وډیوز کې لیدل کېږي چې اسرایلي ځواکون د نابلس په مرکز کې فعالیت کوي او پوځي موټرې د اوښکو ګېس وروي.

تېره میاشت اسرایلي ځواکونو د وېسټ بېنک په شمال کې ۱۰ فلسطيني وسله وال ووژل. د دې نه څو ورځې وروسته فلسطيني حمله کونکو په یروشلم کې ۱۰ اسرایلیان ووژل.

ای پي وایي په غزه کې د حماست ترجمان په غیر مستقیم ډول دړکه وړاندې کړه.

د حماس ترجمان ابوعبېده وویل "د دښمن د زیاتېدونکو جرمونو" څارنه کوي او "صبر يې په تمامېدو دی."

ای پي وايي د سږ کال د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک او مشرقي یروشلم کې لږ تر لږه ۵۵ فلسطينیان وژل شوي دي.

د انساني حقونو اسرایلي تنظیم بي سېلېم ترمخه تېر کال په وېسټ بېنک او مشرقي یروشلم کې ۱۵۰ فلسطينیان وژل شوي چې د ۲۰۰۴ راهسې تر ټولو خونړی کال و.

اسرایل وايي زیاتره وژل شوي فلسطينیان وسله وال وو خو ای پي وايي په وژل شویو فلسطینیانو کې ځوانان او هغه کسان هم شامل دي چې اسرایلي ځواکونو سره په جګړو کې نه وو ککړ.

ای پي وايي د ادارې معلومات څرګندوي چې د وژل شویو فلسطينیانو د نیمايي نه څه لږ کمو کسانو د وسله والو ډلو سره تعلق وو.

اسرایلي پوځ وايي په فلسطيني علاقو کې د چاپو هدف د وسله والو جال ماتول او د اینده حملو مخه نیول دي خو ای پي وايي فلسطینیان دغه چاپې د اسرایل د ۵۵ کلنې قبضې نور مضبوطېدل ګڼي.

اسرایل وېسټ بېنک او مشرقي یروشلم او غزه د ۱۹۶۷ په جنګ کې نېولې. فلسطینیان دغه علاقې د خپل اینده ریاست برخه بل.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00