شاته

سپريم کورټ د عمران خان د سايفر د پلټنو خواستونه رد کړي دي

د پاکستان د سپريم کورټ جج قاضي فايز عيسا د هغه سايفر د پلټنو په اړوند خواستونه رد کړي د کوم چې پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې وه چې د بهرني سايفر د لارې د هغه حکومت لرې کړی شوی وو.

امريکې او د پاکستان حکومت د وړاندې نه دغه تور رد کړی چې د عمران خان د حکومت لرې کولو دپاره امریکا سازش کړی وو.

او د پاکستان د پوځ مخکیني وياند د اکتوبر په مياشت کې په يوه خبري غونډه کې د ياد سايفر يا سفارتي مراسلې په اړوند ويلي وو، "د سايفر په اړوند د پوځ [مخکني] مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په کامره کې د مخکني وزیراعظم سره خبرې کړې وې چې دا دومره غټه خبره نه ده خو زمونږ دپاره دا حېرانوونکې وه چې کله [تېر کال] په 27 مارچ د اسلام اباد په جلسه کې د کاغذ ټکړه ښکاره کړی شوی او په ډرامايي انداز کې د يوې داسې بيانيې وړاندې کولو هڅه وشوه چې د حقيقت سره يې د لرې لرې پورې تعلق نه وو".

په وروستيو کې عمران خان خان په خپله وايس اف امریکا سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "چې څه هم شوي دي او اوس مخې ته را روان دي، امریکا زما د لرې کولو نه وو ويلي، د بده مرغه اوس چې کوم شواهد مخې ته راځي، جنرل باجوه امریکايانو ته ويلي وو چې زه [عمران خان] د امریکا مخالف يم، ځکه زما د لرې کولو منصوبه د هلته [امریکا] څخه دلته [پاکستان] ته نه ده راغلې د دلته نه هلته لېږل شوې".

د نوموړي نه پوښتنه شوې وه چې اوس هم يقين لرې چې امریکا ستاسو په لرې کولو کې رول درلود؟ هغه ويلي، "سايفر رښتيا وو، خو دغه خبره اوس تېره شوې ده".

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه د سپريم کورټ جج جسټس فايز عيسا نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [22 فرورۍ] د سايفر د پلټنو په اړوند په درېو خواستونو اورېدنه کړې ده.

په يادو خواستونو کې غوښتنه شوې وه چې د سایفر پلټنې دې وشي. خو جسټس فايز عيسا خواستونه رد کړي دي.

نوموړي ويلي، "که حکومت وغواړي د ګردې نړۍ سايفر عام کولی شي که کوم بل هيواد داسې وکړه د سيکرټ يا پټ قانون لاندې سرغړونه کوي".

هغه زياته کړې "وزیراعظم چې خپل اختیارات وکاروي د نړۍ سره اړيکې هم ختمولی شي، د وزيراعظم په توګه عمران خان که غوښتی په سايفر یې کمېشن هم جوړولی شو".

ښاغلي فايز عيسا پوښتنې راولاړې کړي چې "ايا په بهرنيو اړيکو خبره کول د عدالت کار دی؟ ايا عمران خان د وزیراعظم په توګه په دغه اړوند د پلټنو پرېکړه کړې وه؟".

نوموړي ویلي "که څوک د وزیراعظم جوړېدو جوګه نه وي نو د هغې هم حل شته د چا چې کوم کار دی هغه دې وکړي عدالت په انتظامي معاملاتو کې لاسوهنه نه شي کولی".

د پاکستان مخکینی وزيراعظم عمران خان چې د تېر کال اپرېل په میاشت کې مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی نوموړي تور لګولی وو چې د هغه د حکومت پرضد امريکا سازش کړی او دلته په پاکستان کې مخالفه ګوندونه په دغه سازش کې شامل شوي او هغه يې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00