شاته

شهباز شریف: ای اېم اېف سره به د اووه ارب ډالرو قرض پروګرام معاملات زر حل شي

اسلام اباد/ واشنګټن ــــ د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي چي د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره به د ځنډ ښکار اووه اربه ډالرو د قرض پروګرام په اړه معاملات ډېر زر ترسره شي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د مرکزي کابينې غونډې ته خپله وېنا کې وزیراعظم شهباز شريف د کابينې په غړو او سرکاري افسرانو باندې د سادګۍ خپلولو او په دې سختو اقتصادي حالاتو کې د قربانۍ ورکولو غږ کړی دی.

پاکستان دا وخت د سخت سياسي، اقتصادي بحران سره مخ دی او ای اېم اېف د پاکستان څخه غواړي چې د قرض تر لوظنامې وړاندې باید د دوستو هېوادونو څخه د فنډونو ترلاسه کولو تصديق وکړي.

پاکستان دا مهال د بهرنۍ زر مبادلې د ذخيرې د بحران سره هم مخ دی او د زرمبادلې دا ذخيره د 3.1 اربه ډالره لاندې کچې ته غورځېدلې ده.

د مرکزى کابينې د غونډې وروسته د کابینې د غړو سره په ګډ خبري کانفرانس کې وزیر اعظم شهباز شريف وويل چې د نړیوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف سره د اووه اربه ډالره د قرض پروګرام په اړه خبرې اخري پړاو کې دي.

شهباز شریف وويل د ای اېم اېف ټول شرطونه یې پوره کړي دي او په دغو خبرو کې ای اېم اېف د ځینو رعایتونو د ختمولو وینا کړې ده او ویلي یې دي چي غريبو خلکو ته دې دغه رعايتونه ورکړي.

وزیراعظم له دې مخکې د مرکزي کابينې په غونډه کې د کابینې له غړو سره سره په سرکاري افسرانو باندې د سادګۍ خپلولو او د قرباني ورکولو غږ کړی وو.

پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د 7 اربه ډالره د ځنډ ښکار قرض پروګرام د بيا بحالۍ په خبرو لګیا دی او هيله ښودل کیږي چې دا خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه بشپړې شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم خوشبين دي چې د ای اېم اېف سره به د مسولينو په کچه لوظنامه هم په دې روانه هفته کې تر سره شي.

د وي او اې ډيوه سره خبرو کې د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر غلام صمد خان وايي پاکستان د ای اېم اېف زياتره غوښتنې له وړاندې عملي کړي دي. وایي حکومت د بجلۍ، ګېس او تېلو بېعې لوړې کړې دي او دا اوس قامي اسمبلۍ هم د 170 اربه روپیو وړوکی بجټ منظور کړی دی:

"اوس د ای اېم اېف سره په خبرو کې په يو څېز پرمختګ نه کېږي او هغه د سود د شرحې زياتول دي. اي اېم اېف غواړي دا کچه د 17 نه 22 فیصده ته وخېژوي او په دې د دواړو ترمنځ خبرې روانې دي".

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ویلي چي حکومت ته به په روانه هفته کې د چين د ترقياتي بېنک څخه 70 کروړه ډالره ترلاسه شي او دې سره به د هېواد د زر مبادلې ذخیرې تقويه شي کوم چې تر خطرناک حده لاندې غورځېدلې دي.

ډار د شورو- چارشنبې په ورځ په ټويټر ویلي چي دا رقم به د پاکستان مرکزي بېنک ته ورسېږي.

پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي بحران، ستونزمن سياسي اړي ګړي او ددې سربېره د ترهګرۍ د راپورته کېدونکي ګواښ سره مخ دی. د هېواد د مرکزي بېنک سره د بهرنۍ کرنسۍ زېرمه 3.2 ارب ډالرو ته ښکته شوې چې د دوو هفتو د درامداتو اړتياوې هم نه شي پوره کولای.

د پاکستان وزيراعظم وايي د پاکستان په تاریخ کې غريبې طبقې تل قرباني ورکړې ده او وايي کابينې پرېکړه کړې ده چې ټول حکومتي وفاقي وزیران، مشيران او د مملکت وزيران به مياشتني معاشونه او مرعات نه اخلي.

د اقتصادي چارو کارپوه او خبريال مهتاب حېدر وي او اې ډيوه ته وايي وخت راغلی چې د حکومت په ګډون ټولې سرکاري ادارې سادګي خپله کړي.

ښاغلی حیدر وايي که حکومت خپل لګښتونه کم کړي نو اندازه ده چې حکومت ته به د یو ټريلین روپیو بچت وشي خو زياتوي ګوري به چې وزیراعظم په دې څومره عمل کوي:

"که د ای اېم اېف سره لوظنامه وشي نو دا به ډېر معاملات بحال کړي. اصل ستونزه دا ده چې روژه راروانه او حکومت ډاډ تر لاسه کول غواړي چې خوراکي توکي ډېر وي او مرکزي بېنک هم دې اړخ ته پام کړی دی، د ای اېم اېف سره ډیل وشي نو د درامداتو لاره به پرانستل شي او کاروباري هلې ځلې به بحال شي".

پاکستان دا وخت د ای اېم اېف سره د غېرملکي فنډونو په سر د خبرو نه علاوه هڅه کوي چې د دوستو هېوادونو څخه هم د پېسو تر لاسه کولو باور واخلي او ای اېم اېف هم د پاکستان سره د لوظنامې وړاندې دا غوښتنه کوي چې د دوستو هېوادونو چين، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو نه د اضافي فنډونو د اخیستو د تایید ډاډ دې ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00