شاته

امنیتي‌اندېښنې: د پاکستان د دفاع وزیر او استخباراتو مشر کابل ته تللي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې نن چهارشنبه کابل ته راغلی او له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې کتلي دي.

په دغه پاکستاني پلاوي کې د دغه هیواد د دفاع وزیر سربېره د (آی اس آی) مشر جنرال ندیم انجم او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د پاکستان شارژدافیر شامل دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه فبرورۍ ۲۲ (کب درېیمه) ویلي چې یاد پاکستان پلاوي د طالبانو له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

په دغه اعلامیه کې د طالبانو د اقتصادي معاونیت د مرستیال ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي:" افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري. د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او دا ډول اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي."

دبیان له مخې ښاغلي ملا برادر ټینګار کړی چې سوداګريز او اقتصادي مسایل باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ملا عبدالغني برادر له پاکستاني پلاوي سره خبرو کې د تورخم او سپين بولدک دروازو کې د ټولو مسافرینو او عاجلو ناروغانو لپاره د لازمو اسانتیاو پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

په بیان کې همدارنګه راغلي چې د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال د پاکستان له زندانونو څخه د افغان بندیانو خلاصولو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي چارو معاونیت زیاته کړې چې پاکستاني پلاوي «د افغانستان اسلامي امارت» ته د یادو مسایلو د حل ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله کابل ته د خپل پلاوي د سفر د هدف او اجنډا په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دغه پاکستان پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي او روانه اونۍ طالبانو له پاکستان سره د تورخم دروازې بندېدو خبر هم ورکړ.

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو ویلي و چې دغه دروازه یې د پاکستان لخوا د ژمنو نه عملي کېدو له امله تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي وضیت خراب شوی او تیره میاشت د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د مونشن امنیتي کنفرانس کې ادعا کړې وه چې ترهګرۍ ډلې له افغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه کوي.

زرداري هغه مهال ویلي و که نړیواله ټولنه دې مسئلې ته پام ونکړي، د پاکستان ترڅنګ به د افغانستان نورو ګاونډیو هیوادونو ته هم ګواښ پېښ شي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په یوې اعلامیې کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي و چې د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده بلکې په خبره یې د تېرو شلو راپدېخوا روانه ده.

طالب چارواکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي و چې په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې د هر اړخیزو مسایلو په اړه له دوی سره مخامخ خبرې وکړي.