شاته

خلیلزاد: داعش د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی

په کابل کې د داعش ډلې پر یوه مرکز د طالبانو حکومت د عملیاتو سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، دغه ډله د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن بللی دی.

خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د داعش پر ضد همکاري د راتلونکو اړیکو مهمه برخه جوړېدای شي.

هغه زیاته کړې: "داعش د طالبانو او د نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی. د داعش پر ضد همکاري، په راتلونکي کې د اړیکو یوه مهمه برخه جوړیدای شي. په شته امکاناتو کې، د دوحې د توافق لیک بشپړ تطبیق د پرمخ تلو لپاره ترټولو غوره لار ده. دا د افغانانو او نړیوالې ټولنې د اندېښنو ټولو موضوعاتو ته ځواب وایي."

د دوحې توافقنانه چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، له مخې طالبان باید د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې قطعه کړي او په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي.

د طالبانو یو چارواکي تیره ورځ وویل چې د هغوی د استخباراتو ځواکونو په کابل کې د شپې له خوا په یو لړ عملیاتو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې درې غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی.د طالبانو د استخباراتو ویاند خلیل همراز ادعا کړې ده چې د دوشنبې شپې عملیات د کابل د کارتې نو په سیمه کې د استوګنې پر یو کور شوي دي.

که څه هم طالب چارواکو تل ویلي چې د داعش ډله په افغانستان کې فزیکي او علني حضور نلري، خو طالبانو تر دې مخکې څو ځله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې پر مرکزونو د عملیاتو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې پدې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مرګونو بریدونو مسؤلیت هم منلی دی.

پر همدې مهال د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان ادعا کوي چې طالبان په افغانستان کې د داعش په ځپلو کې ناتوانه دي.

د علیم داد علیم په نوم د سیاسي مسایلو کارپوه امریکا غږ ته وویل: "[طالبان] د داعش په اړه په تکرار سره خبرې کړي دي چې داعش په افغانستان کې اول حضور نلري او که چیري حضور هم ولري د طالبانو لخوا ځپل شوي دي او هیڅ ډول اندېښنه او وېره نشته، خو داعش د کابل او افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپل پراخ بریدونه کړي دي او د افغانستان خلک د داعش د بریدونو قرباني شوي دي."

بلخوا د نظامي چارو کارپوه او د افغانستان د پخواني حکومت ددفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ادعا وکړه چې طالبان او داعش له حقانې مدرسې فارغ شوي او یوه ستراتیژي لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) د تړون د قواو د لوی درستیز اناتولي سیدوروف په وینا، د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان (CSTO) د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال اناتولي سیدوروف د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل، «د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.»

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په افغانستان کې د داعش ډلې حضور په اړه وروستیو اندېښنو ته په ځواب کې وویل چې له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی متوجه.

ښاغلي متقي نن چهارشنبه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو په مناسبت غونډه کې همدارنګه وویل: "که چیرې یو داعشي د افغانستان په هره برخه کې سرپورته کړي، سر یې وهل کیږي، له افغانستان څخه زموږ هیڅ ګاونډي ته هیڅ ګواښ نه دی متوجه."

طالب چارواکو تر دې مخکې هم ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې پراخ حضور نلري او په خبره یې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ ګاونډي هیواد ته ګواښ متوجه نشي.