شاته

د مودي په اړه تر ډاکومینټري فلم خپرولو وروسته هند کې د بي بي سي د دفترونو تلاشي اخیستل شوې

واشنګټن ـــــ د هندوستان په نوي ډیلي او ممبۍ کې د انکم ټیکس ادارې چارواکو د بي بي سي دفترونه تلاشي کړي دي. هندي چارواکو دا ګام د وزیراعظم نریندرا مودي په اړه د بي بي سي تر ډاکومینټري فلم جپرېدو وروسته اخیستی چې د هند حکومت ورته "پروپېګنډه" ویلي دي.

دغه مستند فلم چې "انډیا: دي مودي کوسچن" نومېږي په 2002م کې په لوېدیځ ګجرات ریاست کې- چې وزیراعلی یې هغه وخت مودي وو- د ټولنیزو شخړو په اړه جوړ شوی دی او په هغه کې لږ تر لږه 1,000 کسان وژل شوي وو چې اکثره یې مسلمانان وو.

بي بي سي پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي، د هندوستان د ټیکس ادارې له چارواکو سره "بشپړ همکاري" کوي، چې دا مهال په نوي ډیلي او ممبۍ کې د بي بي سي په دفترونو کې دي. بي بي سي وایي، "موږ هیله لرو چې دا ستونځه ژر تر ژره حل شي."

د هندوستان کورنیو رسنیو ویلي دي چې د تلاشۍ په مهال چارواکو د بي بي سي د دفتر د کارکوونکو ټیلیفونونه هم ترې اخیستي دي.

د هند د واکمن بهارتیه جنتا پارټۍ (بي جې پي) ویاند ګورو بهاټیه د تلاشۍ دا عمل "د ټیکسونو سروې" بللې ده. هغه خبریالانو ته ویلي:

"که تاسې د هېواد په قانون باندې عمل کوئ، که تاسې داسې څه نه لرئ چې پټ‌ یې کړئ، نو ولې له قانون سره برابر عمل څخه ډارېږئ؟".

ګورو بهاټیه په بي بي سي تور لګولی چې وایي "د هند خلاف په بددیانتۍ سره د کار کولو داغدار او تور تاریخ لري،" هغه وایي "دا به غلط نه وي که ووایو چې دا په نړۍ کې تر ټولو کرپټ او مسخره نشریاتي اداره ده."

د بي بي سي دې ډاکومینټرۍ د واکمن ګوند بي جې پي مشران او د وزیراعظم نریندرا مودي ملاتړي په غوسه کړي او پوښتنه یې کړې چې دې نشریاتي ادارې ولې داسې موضوع غوره کړې چې دوې لسیزې تېرې شوې دي.

په ډاکومینټري فلم کې د برتانیې د بهرنیو چارو یو ناخپور شوی رپوټ په ګوته کړل شوی چې د بي بي سي‌ په وینا د لاریونونو پر مهال د نریندرا مودي پر کارونو یې مسایل راپورته کړي او دعوه کوي چې هغه د ګجرات د تشدد پاروونکو شخړو لپاره "د معافیت چاپیریال" د پیدا کولو ذمه وار وو.

د بي بي سي دغه ډاکومینټري فلم په هند کې نه وو خپور شوی، خو حکومت د خپل معلوماتي ټکنالوجۍ د قوانینو په بنیاد د بیړني واک په کارولو سره پر ټولنیزو رسنیو د وېډیوګانو او ټویټونو شریکولو لینکونه بند کړل.

پولیسو د پوهنتون په کېمپسونو کې د زده کوونکو د ځینو تنظیمونو له خوا ترتیب شوي غټ سکرینونه بند کړي او د دې کار په جرم یې یې څو زده کوونکي هم نیولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي دا فلم "څه مقصد نه لري" او دا یې د "پروپیګنډې ټوټه" بللې چې ځانګړې بدنامې بیانیې ته وده ورکوي، خو بي بي سي ویلي چې د دې فلم په اړه "سخته پلټنه" شوې ده.

په هند کې د رسنیو د ډلو استازو د سه شنبې- نهې په ورځ د بي بي سي د دفترونو د لټون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د هند د خبریالانو یو تنظیم «دي ایډیټرز ګیلډ» وایي دا اقدام د نورو خبري تنظیمونو لکه «نیوزکلیک»، «نیوز لانډري» او «ډینک بھاسکر» خلاف هم د همداسې عمل عکاسي کوي چې وایي کورېج یا پوښښ یې پر حکومت نیوکه ګڼل کېده.

د رسنیو څارونکو او ناقدینو په هند کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه اندېښنې ښکاره کړې دي. تېره میاشت د خبریالانو د ژغورنې کمېټۍ سي پي جې وویل چې د بي بي سي د ډاکومینټري فلم د بندولو لپاره د ټولنیزو رسنیو ادارو ته امر کول پر آزادو مطبوعاتو برید دی چې وایي دا په ښکاره ډول د جمهوري نظریاتو په اړه د هیواد د بیان شوو ژمنو خلاف کار دی.

د رسنیو د څار نړیوال تنظیم «بې سرحده خبریالان» په خپل یو رپوټ کې ویلي چې په هند کې د مطبوعاتو د ازادۍ درجه په 2021 کې له 142 څخه په 2022 کال کې 150 ته را کښته شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00