شاته

په کوټه کې د یوې کورنۍ د څو کسانو د جبري بې درکۍ په ضد احتجاج شوی

کوټه ـــــ پرون د کوټې پریس کلب مخې ته د رحیم زهري په ګډون د هغه د کورنۍ د څلورو نورو کسانو د بې درکه کېدو په ضد احتجاجي مظاهره شوې ده، چې پکې د بي این پي مېنګل، نېشنل ډیموکرېټ ګوند او د مدني ټولنې فعالینو ګډون کړی وو. تر مظاهرې وروسته د دې کورنۍ څو تنه را خوشي شوي دي.

د بلوچستان د خضدار ضلعې اوسېدونکی رحیم زهری، د ده مېرمن رشیده بلوڅ، د ده مور 65 کلنه بي بي بس، څلور کلن ماشوم او د یونیم کال ماشومه د فرورۍ په دریمه په کوټه کې له کوره په جبری توګه بې درکه شوي دي.

مېرمن بي بي بس او د هغې دوه لمسيان دوې ورځې وروسته خوشې شول، خو رشیده بي بي د سه شنبې- نهې په ورځ تر مظاهرې نیم ساعت مخکې خوشې شوه، خو زوی يې محمد رحيم زهری لا هم ورک دی.

د بي این پي د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبی مري وویل چې د فرورۍ په دریمه نېټه د کوټې په سریاب سیمه کې د شپې په یوه نیمه بجه "امنیتي ادارو په زوره یووړل".

محمد رحیم زهری د خضدار دی خو اوس یې په کوټه کې سبزي پلورله او د کرایې په کور کې یې استوګنه کوله. د عبدالرحیم خسر عبدالغفار زهري چې په لاريون کې ګډون درلود وويل چې تر مظاهرې مخکې ده ته ټیلیفون راغى او ورته ویې ویل:

"هوايي ډګر سړک ته یواځې راشه لور دې بوځه. کله چې زه د اېرپورټ سړک د نادرا دفتر ته نیژدې له رکشې کښته شوم، لور مې هلته یواځې ولاړه وه، زما په لیدو یې و ژړل".

وایي له هغه ځايه یې خپله لور په رکشه کې کور ته بوتله او بيا احتجاجي مظاهرې ته راغی. ده وويل، "زما لور رشيدې وويل چې دوی له یو بله جلا ساتل شوي وو، ډېره په ویره کې وه، خو تشدد نه دی ورباندې شوی".

د رحیم زهري مور د خپل زوی او کورنۍ په جبري توګه د بې درکه کېدو په اړه ویلي چې د فرورۍ په درېیمه د شپې رحیم زهري خپله مېرمن روغتون ته بېولې وه چې د سریاب په کلي ګشکوري کې چادونه وشوه.

هغې وويل دروازه وټکېده کله چې يې دروازه خلاصه کړه، يو شمېر کسانو- چې وردۍ یې اغوستې وې- کور ته له ننوتو سره سم يې د کور تلاشي پيل کړه.

وایي دې ورته ویل "موږ بېوزله خلک یو او هیڅ نه لرو، خو هغوی زما د زوی او نږور په اړه لټون او پوښتنې کولې".

مېرمن بي بي بس وایي زوی او لور یې په کور کې نه وو، نو هغو خلکو د هغوی انتظار وکړ او چې کله يې زوى او لور راغلل دوی ټول "زما زوى، زه، نږور او لمسيان يې په موټرو کې کښېنولو او یو یې وړلو".

بي بي بس مېرمنې وويل نه پوهېږي دوى چېرې وړل شوي وو، خو له نيم ساعت وروسته په يوه ځاى کې کښته شوي دي، وایي" دوې ورځې وروسته یې زه او زما لمسیان پریښودل"، خو وایي معلومه نه ده چې د دې زوى یې چېرې وړی دی.

د بلوچستان د لادرکه شویو خلکو د سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ وويل چې د رحیم زهري او د هغه د کورنۍ د نورو غړو د جبري بې درکه کولو د قضې لپاره د سریاب پولیس سټېشن ته د مقدمې درج کولو لپاره ورغلي دي خو پوليسو یې تر اوسه مقدمه نه ده درج کړې.

د بلوچستان د کورنو چارو صوبایي وزیر ضیاء لانګو وایي، "دغه کورنۍ چې د کومو ادارو نومونه یادوي هلته دوی پوښتنه وکړه له هغه ځایه ورته رپوټ راغی چې دوی له یوې ادارې سره نه شته".

د کورنیو چارو صوبایي وزیر وایي سردار اختر مېنګل د بې درکه شوو کسانو د کمېشن مشر دی هغه ډېر ښه کار کوي، وایي‌ د بلوچستان هایکورټ صوبایي حکومت ته د کمیشن جوړولو امر کړی چې مشري به یې د کورنیو چارو وزیر کوي:

"په دې کمیشن کې دوه د حکومت او دوه د مخالفې ډلې غړي هم شامل دي، پر دې باندې موږ کار کوو، دا ډېره غټه ستونځه ده چې یواځې د کورنیو چارو د وزیر په وس کې نه ده".

په بلوچستان کې د بې درکه شو خلکو سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز دعوه کوي چې د خلکو په جبري بې درکه کېدو کې استخباراتی ادارې لاس لري خو حکومت بیا وايي داسې خلک هم شته چې د امنیتي ادارو په ضد باندې منفي پروپېګنډې کوي او دوی بدنامه کول غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00