شاته

دپې ایس ایل سیالۍ:پېښور زلمي کراچي کنګز ته په دوؤ منډو ماتې ورکړه

دپاکستان سپر لیګ کرکټ داتم پړاؤ دپیل شوؤ لوبو په په دویمه سیالۍ کې دپېښور زلمي لوبډلې د یوې زړه راښکونکې مقابلې وروسته کراچي کنګز لوبډلې ته په دوؤ منډو ماتې ورکړې ده.

دنهې په ورځ کراچۍ کې ترسره شوې دې سیالۍ کې دکراچي کنګز کپتان عماد وسیم ټاس وګټلو اؤ پېښور زلمي تې وړومبی د بیټنګ بلنه ورکړه.

دپېښور زلمي لوبغاړي چې کله بیټنګ ته را ووتل نو په ټاکلو 20 اوورونو کې د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان 199 منډې جوړې کړې.

دپېښور زلمي دمنډو جواب کې کراچي کنګز په 20 اوورنو کې دپینځوؤ لوبغاړو په تاوان 197 منډې جوړې کړې دي.

دپېښور زلمي بابر اعظم د68 اؤ ټام کوهلر کیډمور د92 منډو په جوړولو وتوانېدل.

دکراچۍ کنګز کپتان عماد وسیم پرته له سوځېدو80 اؤ شعیب ملک پرته له سوځېدو 52 منډې جوړې کړې، وکټ کیپر بیټر میتهیود ویډ په 23 منډو جوړولو وسوځیدو.

دپېښور زلمي له لوري وهاب ریاض اؤ جمي نیشم دوه،دوه اؤ سلمان ارشاد یو لوبغاړی وسوځول.

دکراچي کنګز میرحمزه، اینډریو ټائي،عمران طاهر ؤ بین کټنګ یو،یو وکټ ترلاسه کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00