شاته

علي وزیر:ته داځل وزیرستان ته عملیاتو لپاره راشه نو غاښونه دې وکاږم

قابو دوه نیم کاله وروسته له زندانه خوشې شوي دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دپارلیمان غړي علي وزیر د پاکستان پوځ د کرایه د پوځ په نوم یاد کړی اؤ ویلي یې دي دپردیو په وینا پوځ یو ځل بیا په وزیرستان کې اپریشن کول غواړي خو وایي کله به هم ورته دعملیاتو اجازه ورنکړل شي.

دنهې په ورځ دکراچۍ زندان څخه له خوشې کیدو سمدستي وروسته هغه دکراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې دپښتنو یوې سترې غونډې ته جذباتي وینا کړې ده ،د "لر وبر یو افغان" شعارونه یې ورکړي اؤ له خلکو یې قول اخستی که په پښتنه خاوره عملیات کیږي نو ټول به یې په ګډه مخه نیسي.

هغه وویل "مونږ دې کرایه کش پوځ ته نور اجازت نه ورکوؤ چې دپښتون په مظلومه خاوره باندې نور اپریشنونه وکړي"

دعلي وزیر په وینا "په پارلیمان کې یو منسټر ویلي چې وزیرستان کې به بیا د ضرب عضب په غوندې اپریشن کیږي ، زه ورته وایم ، په پارلیمان کې به یې هم ورته ووایم، دلته یې هم ورته وایم ، ته راشه وزیرستان ته چې غاښونه دې وکاږم"

هغه دپاکستان په ریاست غږ وکړو چې دمذهب نوم استعمالول پریږده،د ډالرو په بدل کې مذهب خرڅول، اؤ دشهادت په نامه ب پښتانه وژل پریږده.

وي ویل "هغه خاوره باندې چې تر اوسه پښتنو ژوند همیشه لپاره په غیرت تېر کړی دی،تا په مختلفو نومونو باندې دغه خاوره ژړولې ده "

علي وزیر وویل دبند په موده کې ورته دپوځ پخواني مشر جنرال باجوه دجرنیلانو اؤ کرنیلانو په خوله ځوابونه لیږل چې باید ده سره وویني.

"ما ورته وویل چې ترڅو پورې مې دی په ګونډو کړی نه وي ترهغې نه ورسره میلاویږم"

علي وزیر وویل باجوه اؤ دده کمپنۍ( دپاکستان ریاستي ادارو) چې د لر وبر پښتنو په خاوره څومره ظلم کړی دی په هغې دې معافي وغواړي.

"زه ورته چیلینج ورکووم چې ته به معافي غواړې که معافي دې ونه غوښته نو دا خلک به را اوځي تا به له ګریوانه رانیسي اؤ په تا به معافي غواړي"

هغه وویل نن دوي( ریاستي ادارو) پخپله یو وارې بیا دپښتنو په خاوره دترهګرۍ بهیر چټک کړی اؤ په پېښور کې چې وروستۍ چاودنه وشوه نو عامو خلکو اؤ ادارو پخپله وویل" یہ جو نامعلوم ہے۔ یہ ہمیں معلوم ہے"
.
هغه وویل" 26 میاشتې مې زندان تېرکړو ،26 میاشتې یا دوه میاشتې دا هیڅ خبره نه ده خو ما ورته ویلي دي چې تا اؤ دپاکستان ریاستي ادارو دخپل وخت نه ناجایزه فایده واخسته ، اوس زمونږ وخت دی ، اوس به مونږ هغه کار درباندې کوؤ هغه تا چې واړه واړه ماشومان اؤ بچیان ژړول"

دپاکستان پوځ یا حکومت لا په سمدستي توګه دعلي وزیر تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې چې وخت په وخت دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په ریاستي ادارو دپښتنو د وژنې تورونه لګولي نو پوځ اؤ حکومت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ ویلي یې دي پي‌ ټي ایم دا تورونه د "دښمن" په لمسه لګوي اؤ د بهر نه ورته پنګې ورکړل کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00