شاته

کوهاټ:دسکرو درنګ کې دچاودنې له امله یو مزدور وژل شوی،څلور ژوبل

دخیبر پښتونخوا دکوهاټ په دره ادم خیل سیمه دسکرو په درنګ کې چاودنه شوې چې یو مزدور پکې وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دمرستندویه ادارې سرچینو داتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د دره ادم خیل په اخوروال سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې مزدورانو د سکرو په یو درنګ کې کار کولو.

سرچینې وایي دچاودنې له امله په مزدورانو دسکرو دغه درنګ ناستی دی اؤ هغوي یې ورلاندې ګیر شوي دي.

دپېښې داطلاع رسېدو سره سم دپېښور اؤ کوهاټ نه مرستندویه فعالین دغه سیمې ته رسیدلي اؤ دمرستې فعالیتونه یې پیل کړي دي.

دغه سرچینې ډیوه ته وویل په درنګ کې پینځه مزدوران ګیر شوي وؤ چې په هغې کې یو تن مړ شوی اؤ‌څلور نور په ژوبل حالت کې راویستل شوي اؤ هسپتال ته رسول شوي دي.

دپاکستان په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې وخت په وخت د سکرو درنګونو کې د خواریکښو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راځي

سکرو يا کولې د مزدورانو د حقوقو لپاره د کار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" ترمخه تېرکال 2022م کې په ټول ملک کې 157 دسکرو په درنګونو کې کار کوونکي مزدوران دچاودنو اؤ نورو بیلابیلو پېښو له امله مړه شوي چې په دې 89 کان کيدونکي یوازې په بلوچستان صوبه کې مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00