شاته

دترکي اؤ‌ شام زلزله کې د مړو شمیره 41 زرو څخه اوښتې ده

په ترکي اؤ‌ شام کې په شپږمه فرورۍ د راغلې سختې زلزلې له امله د مړو شمیره د41 زرو څخه اوښتې ده چې دعرب میډیا له مخې په دې کې 35 زره اؤ 418 کسان په ترکي اؤ 5 زره اؤ 800 کسان په شام کې مړه شوي دي.

دصحت نړيوالې ادارې په ترکیې کې د تېرې اوونۍ زلزله د یورپ په سل کلن تاریخ کې تر ټولو خونړی قدرتي‌ افت بللی دی.

رسنیو د ترکي دصدر طیب اردوان له خولې ویلي چې د 22 لکو نه زیات خلک د زلزله ځپلو سیمو نه وتلي دي.

هغه اعلان کړی چې تر څو وروستی تن هم دملبې څخه نه وي راویستل شوی ترهغې به دمرستې فعالیتونه دوامداره وي.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکي کې د ژغورنې کارکونکو له خونړۍ زلزلې څخه نزدې 200 ساعته وروسته هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ژوندي کسان موندلي دي.

د ترکیې په سمنداګ او هېټې ولایتونو کې اوسېدونکي سرټکوي چې حکومت د ژوندیو کسانو د موندلو په برخه کې کافي‌ څه نه دي‌ کړي.

پوهان خبرداری ورکوي چې د نورو ژوندیو کسانو د موندلو لپاره وخت په خلاصېدو دی ځکه له زلزلې وروسته د دومره وخت له تېرېدو سره د هغوی د ژوندي‌ پاتې کېدو چانس کمېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00