شاته

د میشګن له برید وروسته، بایډن له کانګرس څخه د وسلوالو تاوتریخوالو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه  

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) ددغه هیواد پر کانګرس غږ وکړ چې د وسلو په مرسته د تاوتریخوالو په وړاندې اقدام وکړي.

ښاغلي بایډن یوه ورځ وروسته له هغه دا غوښتنه وکړه چې یو وسله وال کس د دوشنبې په ماښام د متحدو ایالتونو د میشګن ایالت په پوهنتون کې درې کسان ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

بایډن په دوو پرله پسې بیانیو کې ویلي چې ډیر شمیر امریکایان د وسلو د تاوتریخوالو له امله سخت زیانمن شوي دي.

هغه زیاته کړې:"ما په امریکا کې له دې ساري ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې اقدام کړی دی، د یو شمیر تاریخي اجرایوي اقدماتو او په کابو ۳۰ کلونو کې د وسلو د خوندیتوب د لومړي پام وړ قانون په ګډون، خو موږ باید ډیر څه وکړو."

ولسمشر بایډن زیاته کړه، دغه ډزې باید ددې لامل شوي چې هر امریکایي په کافي اندازه غږ اوچت کړي او له کانګرس څخه د اقدام غوښتنه وکړي.

د میشګن پولیسو بریدګر د انتوني مک رې په نامه یو ۴۳ کلن کس ښودلی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي له پوهنتون سره رابطه نه درلوده او د دوشنبې ناوخته د خپلو ټپونو له امله مړ وموندل شو.

کوم کسان چې د میشګن په دولتي پوهنتون کې وژل شوي ټول محصلین وو.

وروسته له هغه چې ډزې وشوې او دوه محصلین ووژل شول، زرګونو نورو محصلینو ته امر وشو چې ځانونه خوندي کړي.

بریدګر د دوو محصلینو له وژلو وروسته د محصلینو ټولنې ته ولاړ او هلته یې هم یو محصل وواژه، خو وروسته ګڼ شمیر پولیس سیمې ته راورسیدل.

کرار پرمختګ

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه وغوښتل پر ماشین ګڼو یا هغو وسلو چې په یووار ډیرې ډزې کوي هغه محدودیت بیرته راولي چې د ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۴ کاله نافذ وو، خو نوموړی په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو له مخالفت سره مخ دی کوم چې د اساسي قانون له مخې د وسلو د درلودلو ملاتړي دي.

جمهوري غوښتونکي د جنوري میاشتې راهیسې د امریکا د کانګرس د استازو په مجلس کې اکثرت دي.

په متحدو ایالتونو کې د وسلې په مرسته تاوتریخوالي د پام وړ زیات دي هغه هیواد چې د خلکو په نسبت وسلې ډیرې لري او د وسلو د محدودیدو هڅې تل له مقاومت سره مخ شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د اکسفورد په نامه د میشګن ایالت په یوې عالي لیسه هم هغه مهال څلور شاګردان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول چې یو ۱۵ کلن شاګرد پر شاګردانو ډزې وکړې.

په متحدو ایالتونو کې هر کال د ډزو له امله په لس ګونه زره کسان مړه او ټپیان کیږي.

د وسله والو تاوتریخوالو د ارشيف د معلوماتو له مخې، د روان ميلادي کال د جنوري له لومړۍ څخه بیا د فبروري تر ۱۴ په ټوله امریکا کې ۵۲۴۵ کسان د وسله والو تاوتریخوالو له امله وژل شوي او ۳۹۳۰ نور ټپیان دي.

تیره میاشت د کالیفورنیا ایالت د نڅا په یو کلب کې هغه مهال ۱۱ کسان ووژل شول چې د پاخه عمر یو کس پر خلکو چې د نوې قمري کال د لمانځلو لپاره راغونډ شوي وو، ډزې وکړې.