شاته

لویډ آسټن: هیله من یم اوکراین د روسیې په ضد خپل یرغلیز پسرلني بریدونه پیل کړي

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د سه شنې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) وویل تمه لري چې اوکراین د روان میلادي کال په پسرلي کې په خپل هیواد کې د روسیې په وړاندې تازه یرغلیز بریدونه پیل کړي.

آسټن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د خبرو پرمهال وویل، متحده ایالات او متحدین یې ډاډ ورکوي چې له کیف څخه به ملاتړ ته دوام ورکړي.

غربي هیوادونه په خاص ډول متحده ایالات هره ورځ اوکراین ته وسلې او مهمات ورکوي، خو کیف د پرمختللو جیټ الوتکو د ترلاسه کیدو غوښتونکی دی، هغه غوښتنه چې غرب پرې غور کوي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر پر اوکراین د روسیې د نظامي یرغل د لومړۍ کلیزې په درشل کې وویل:"موږ د آزادۍ څخه د اوکراین د مبارزې په برخه کې ملاتړ ته ژمن یو. او تر هر وخته (جګړه) چې اوږده ښي موږ متحد او یو موټي دریږو."

خو د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي خبرداری ورکړی چې د روسي ځواکونو په وړاندې د اوکراین بریا نده تضمین شوې او روسیې د شرقي دونباس په صنعیتي سیمه کې خپلو بریدیونو ته دوام ورکړی دی.

دغه جګپوړوي نظامي امریکایي چارواکي د روسیې پرمختګ کرار ښودلی او ویلي یې دي" دا یو ستونزمن جنګ دی. هغوی "روسي ځواکونه" درانه تلفات ورکوي. د هغوی رهبري او روحیه عالي نده."

خو په عین وخت کې جنرال میلي زیاته کړې چې روسیه د سرتیرو د کمیت له پلوه لوی لاس لري.

هغه وویل د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین څو سوه زره احتیاطي پوځیان د چمتوالي په حال کې راوستل او په اوکراین کې یې د جګړې میدان ته واستول.

جنرال میلي زیاته کړه که څه هم روسیه د ځواکونو له درکه لوی لاس لري خو دا به د جګړې په میدان کې ښکاره شي چې مسکو بریالی کیږي که نه.

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ اوکراین ته د ډیرو مهماتو په خاص ډول د ثقیله وسلو او درندو ټانکونو په ورکولو ټینګار وکړ.

سټولټنبرګ پرته له دې چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري ۲۴ نیته او پر اوکراین د روسیې د برید د لومړۍ ورځې یادونه وکړي وویل، راتلونکې اوونۍ په اوکراین کې د ویرونکې جګړې لومړۍ کلیزه ده او تر اوسه هیڅ نښه نشته چې پوتین دې د سولې لپاره چمتوالی ولري برعکس هغوی شاهد دي چې پوتین د جګړې لپاره چمتوالی نیسي ، نوی برید او یرغل.

د ناټو سرمنشي وویل، اوسمهال اوکراین ته د جنګي الوتکو د برابریدو مسله په لومړیتوب کې نده خو یوه دوامداره موضوع ده.