شاته

ملګري ملتونه وایي ښکاري چې ایران مېشتی مصری سیف العدل د القاعده نوی مشر ټاکل شوی دی

واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وایي داسې ښکاري چې په کابل کې د امریکې په ډرون برید کې د القاعده ډلې د مخیکني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د دې ترهګرې ډلې مشري په خاموشۍ سره په ایران کې د هغه ځایناستي ته سپارل شوې ده.

د ملګرو ملتونو په یو نوي رپوټ کې چې د دې ادارې د یو غړي هیواد د استخباراتو په بنیاد جوړ شوی او د فرورۍ پر 13مه خپلور شوی دی، ویل شوي دي چې 62 کلن سیف العدل اوس د القاعدې مشري او د اوس لپاره دې ډلې ته د دوام ورکولو استازیتوب کوي.

د وي او اې د رپوټ له مخې القاعده ډله پخپله د تېر کال د جولای د 31مې تر هغه برید وروسته د خپل مشرتابه د څرنګوالي په اړه غلې ده چې پکې الظواهري ووژل، د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د القاعده د دې چوپتیا دوه سببونه په ګوته کړي دي.

په رپوټ کې راغلي، القاعده ځکه سیف العدل د خپل نوي مشر په توګه نه شي اعلانولای چې یوې خواته له افغان طالبانو د حساسیت له کبله نه غواړي دا ومني چې الظواهري په کابل کې وژل شوی وو او له بلې خوا دا ومني چې نوی مشر یې په ایران کې دی.

د امریکې د جاسوسي ادارو په ګډون غربي استخباراتي ادارې له ډېرې مودې راهیسې سیف العدل ته د الظواهري د ممکنه ځایناستي په نظر ګوري او د مصر د ځانګړو ځواکونو دا پخوانی افسر په ډېرو ځایونو کې د عملیاتو د پراخې تجربې لرونکی کمانډر یې ګڼي.

د وي او اې د رپوټ له مخې سیف العدیل د 1990 د لسیزې په پیل کې په هغه ټیم کې شامل وو چې په افغانستان، پاکستان او سوډان کې یې وسلوالو جنګیالیو ته پوځي او استخباراتي روزنه ورکوله.

العدل د القاعده د مصري څانګې «مصر اسلامي جهاد» وسلوالو او د سومالیا وسلوالې ډلې د هغو غړو په روزنه کې هم مرسته کړې وه چې له 1992م تر 1994م کال پورې په موګادیشو کې له امریکایي ځواکونو سره جنګېدلي وو.

سیف العدل د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت چارې سمبالولې او د هغو الوتکو تښتوونکو په روزنه کې یې هم لاس درلود چې د 2001م کال د ستمبر پر 11مه یې د امریکې پر نړیوال تجارتي مرکز او پېنټاګان ترهګریز بریدونه کړي وو.

امریکې سیف العدل په 1998م کال کې د تنزانیا په دارالسلام او د کېنیا په نایروبي کې د امریکې پر سفارتونو باندې د هغو خونړیو بریدونو په پلانولو کې هم په رول تر سره کولو تورن کړی وو چې پکې 224 کسان یې وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي وو.

العدل اوږده موده د القاعده ډلې د مشرانو په کونسل «مجلس الشورا» او د دې ډلې د هغې «حطین کمېټۍ» د لوړې رتبې غړی هم پاته شوی دی، چې د القاعده د نړیوالو عملیاتو د سمبالولو تور پرې لګېږي.

د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو له لومړنيو معلوماتو داسې ښکاري چې د القاعده په مشرۍ کې د العدل دوره یو څه نرمه وه. رپوټ وایي د القاعده تبلیغاتي چارې په وروستیو میاشتو کې "ډېرې پېچلې او کامیابه" شوې دي.

ځینې غړي هیوادونه وایي العدل دا توان موندل چې د القاعده په ځینو اړوندو ډلو باندې کنټرول تر لاسه یا زیات کړي. لږ تر لږه د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد استخباراتو ویلي، العدل په شام کې له القاعده سره تړلي تنظیم «حوراس الدین» ته "مخامخ لارښوونې" کوي، چې وایي د ده زوم یې مشري کوي.

خو د غربي هېوادونو د ترهګرۍ ضد اوسني او پخواني چارواکي له اوږدې مودې راهيسې دا پوښتنه را پورته کوي چې د القاعدې کوم مشر هم کولای شي دا تنظیم له ايرانه وچلوي.

یوه مخکیني د ترهګرۍ ضد چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته د القاعده ډلې د پخواني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته وویل، چې "دا د القاعدې لپاره چېلنج دی." هغه وایي:

"ایا ایرانیان هغه پریږدي چې لاړ شي؟ د سونې په پنجره کې په بندېدلو سره د القاعده ډلې مشر جوړېدل مشکله ده."

ځینې امریکایي چارواکي وایي که څه هم د ایران د شیعه حکومت او د القاعده ترهګرې ډلې- چې بنیاد یې سني مسلک دی- تر منځ د پام وړ مذهبي اختلافات شته خو وایي کېدای شي چې ایران له القاعده ډلې سره مرسته کوي.

د امریکې حکومت تېر کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د القاعده مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په هوایي برید کې وژلی دی خو طالبانو چې کابل کې دا برید تایید کړی هم دی ویلي دي هیڅ داسې ثبوتونه یې نه دي موندلي چې په دې برید کې دې ایمن الظواهري وژل شوی وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00