شاته

د ماشومانو د ساتنې اداره: د طالبانو بندیزونو افغانستان له ناورین سره مخامخ کړی

د ماشومانو د ساتنې ادارې (سیف د چلډرن) ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو په کار باندې بندیز او د مرستندویو موسسو د کار ځنډېدو ددې ادارې نږدې ۲۵۰۰ داسې افغان ښڅینه کارکوونکې بې روزګاره کړي چې زیاتره یې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي.

ددې نړیوال مرستندوی سازمان اجرایوي مشرې جانتي سوریپتو امریکا غږ ته وویل چې روان وضعیت افغانستان د ناورین سره مخامخ کړی او خبرداری یې ورکړ چې که ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنکړل شي، ښايي هغو نږدې ۲۸ میلیونو افغانانو ته بیړنۍ مرستې و نه رسیږي چې له لوږې سره مخامخ دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې، دا اداره د تعلیم، روغتیا او نورو خیریه چارو په برخه کې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کارکوونکي لري چې نیمايي یې میرمنې دي.

مېرمن سوریپتو وویل: "موږ په زیاته اندازه کار کوو، په زرګونونو ابتدائیه ښوونځيو سره مرسته کوو چې د نجونو او هلکانو ټولګي پکې فعال دي. په لیرو پرتو سېمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه لرو چې خلکو ته اساسي روغتیايي خدمتونه رسوي. موږ یو شمېر ښځینه ښوونکې روزلې دي چې نجونو ته تدریس وکړي."

مېرمن سوریپتو وايي ډیری دغه خیریه چارې یې په ښځینه کارکوونکو ولاړې دي او له هغوی پرته ممکنې ندي.

هغې وویل: "میرمنې له موږ سره مرسته کوي ‌چې په افغانستان کې په ښه توګه ماشومانو او مېرمنو ته رسیدګي وشي. دا د میرمنو لپاره ډېره سخته ده چې که د کورنۍ نارینه غړی یې نه اوسي، او له نورو سړیو سره خبرې وکړي. نو دغو میرمنو او ماشومانو ته د رسیدګي په موخه دا ډېره مهمه ده چې موږ په ټولو برخو کې ښځینه کارکوونکې ولرو."

د ماشومانو د ساتنې ادارې دې مشرې وویل چې په افغانستان کې ۵۵ زره کسان چې درېیمه برخه یې میرمنې دي، په موسسو کې کار کوي. د هغې په خبره، دا میرمنې د خپلو کورنیو لپاره نفقه راوړونکې دي، او له همدې کبله هم دا موسسه اړ شوې چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي او ددې ستونزې دپاره د حل یوه لار وموندل شي.