شاته

په ترکیه کې د زلزلې په اتمه ورځ هم د ملبې لاندې ژوندي کسان موندل شوي

واشنګټن: په ترکیه کې د ژغورنې کارکونکو له خونړۍ زلزلې څخه نېږدې ۲۰۰ ساعته وروسته هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ژوندي کسان موندلي دي.

په دغو ژوندي موندل شویو کسانو کې یو په ادیمان ولایت او بل د زلزلې مرکز ته نېږدې په مرکزي کهرمانمارس کې له ویجاړو شویو ودانیو لاندې څخه راوېستل شوي.

د ترکیې په ټي وي باندې د ژغورنې ددغو عملیاتو راپورونه خپرېدل خو پوهان خبرداری ورکوي چې د نورو ژوندیو کسانو د موندلو لپاره وخت په خلاصېدو دی ځکه له زلزلې وروسته د دومره وخت له تېرېدو سره د هغوی د ژوندي‌ پاتې کېدو چانس کمېږي.

د ترکیې په سمنداګ او هېټې ولایتونو کې اوسېدونکي سرټکوي چې حکومت د ژوندیو کسانو د موندلو په برخه کې کافي‌ څه نه دي‌ کړي.

د زلزې څخه یو ژغورل شوي‌ کس د امریکا غږ ترکي سرویس ته ویلي،‌ دغلته هر څه چې شوي هغه د ټولنې په هڅو د رضا کارو لخوا لخوا شوي نه د حکومت لخوا.

هغه وویل، "مونږ یوه ښځه او د هغې ماشوم له ملبې لاندې څخه وژغورل. زمونږ په خپلو هڅو. په خپلو وسایلو. له ما سره ډېر ملګري وو.‌ دا د منلو وړ نه ده."

یو بل وویل: "رضاکاران دلته شپه او ورځ کار کوي. دوی حتی خواړه نه خوري. دوی حتی دلته نه راځي چې اوبه وڅکي. د ترکیې د قدرتي‌ افتونو ادارې کارکونکي دلته یواځې د کتلو لپاره راغلل. هغوی وویل، دلته هېڅ هم نشته او بېرته ولاړل."

ترکي چارواکو خبر ورکړی چې په دغې زورورې زلزله کې لږ تر لږه ۳۱۶۴۳ کسان مړه شوي دي.

اخوا د ملګروملتونو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې د پولې هاغې غاړې ته په سوریه کې هم ۴۳۰۰ کسان مړه او تر ۷۶۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00