شاته

د امریکې په مشېګن سټېټ یونېورسټۍ کې درې کسان په ډزو وژل شوي

د امریکې په مشېګن سټېټ یونېورسټۍ کې لږ تر لږه درې کسان په ډزو وژل شوي او پېنځه زخمیان شوي دي.

په یونېورسټۍ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ لومړۍ ډزې د زدکړې په یوه ودانۍ یا اکاډېمک بلډنک او بیا د طالب علمانو د یونین په ودانۍ کې وشوې.

د یونېورسټۍ د پولیس موقتي نایب مشر کرېس روزمېن خبریالانو ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په ډزو زخمي شوي کسان هسپتال ته منتقل کړی شوي او حالت يې نازک دی.

روزمېن وویل په ډزو کې د مشکوک ۴۳ کلن تن مړی د یونېورسټۍ نه بهر موندل شوی او معلومېږي چې ځان يې خپله وژلی.

پولیس چارواکي وویل مسلح تن د یونېورسټۍ سره څه تړون نه لري. هغه زیاته کړه پولیس به معلوموي چې مسلح تن ولې یونېورسټۍ ته راغلی و او ډزې یې وکړې.

په مشېګن سټېټ یونېورسټۍ کې ټولې هلې خلې د ۴۸ ګنټو دپاره معطل کړی شوي دي.

مشېګن سټېټ یونېورسټي قریباُ ۵۰۰۰۰ طالب علمان لري او د مشېګن ریاست د مرکزي ښار ډيټروېټ نه په ۱۴۵ کلومېټره په فاصله په ایسټ لېنسنګ کې دهږ

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00