شاته

د ناټو مشر وايي، اوکراین نورو وسلو ته اړتیا لري

واشنګټن- د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ اوکراین ته د نورو وسلو په ورکولو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید دغه هېواد ته دې د ټانکونو او د نورو درنو وسلو د ورکولو ژمنې ژر پوره کړای شي.

نوموړي دغه خبرې د نهې یا سې شنبې په ورځ په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو او د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د ایتلاف د دفاعي چارواکو په غونډه کې وکړې.

سټالټنبرګ خبریالانو ته وویل، چې دا خبرې په یو مهم وخت کې شوي او متحدین به د سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د بېړنیو مرستو پر اړتیا خبرې وکړي.

هغه وویل، "راتلونکې اونۍ په اوکراین کې د خطرناکې جګړې یو کال پوره کېږي چې د اوکراین په وړاندې د روسانو بشپړ یرغل دی او مونږ هېڅ داسې نخښه نه وینو چې ولسمشر پوتین دې سولې ته کوم تیاری ونیسي. هغه څه چې مونږ وینو هغه برعکس دي. هغه نورې جګړې ته تیاری نیسي، د نویو عملیاتو او نویو بریدونو تیاری"

سټالټنبرګ وویل،‌ اوکراین ته د متحدینو لخوا د جنګي الوتکو د ورکړې خبره اوس نه یواځې یوه مهمه خبره ده بلکه پرې خبرې روانې دي.

هغه وویل، د پوځي مرستو په برخه کې نه یواځې په هغو سیستمونو خبرې کېږي چې اوکراین یې لا تر اوسه نه لري بلکه په هغو هم کېږي چې لري یې او باید څنګه هغسې کار وکړي چې باید و یې کړي.

د نهې یا سې شنبې د ورځې د غونډې په پیل کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې غونډې ته د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وویل، "اوکراین بیړنۍ اړتیاوې لري تر څو د جګړې په ډګر ورسره په مهمو برخو کې مرسته وکړي."

هغه په ټولو غږ وکړ چې خپلې مرستې دې زیاتې کړي.

اسټن وویل، "کرملن تر اوسه هم دې ته په تمه دی چې مونږ به نور لاړ شو خو دا دی د یو کال له تېرېدو وروسته هم مونږ لکه د تل په څېر متحد یو او دا به له اوکراین سره مرسته وکړي چې د جګړې توله وساتي او په دې ستونزمنې لارې مخې ته ولاړ شي."

د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف په برسلز کې وو چې په دغو خبرو کې برخه واخلي او د خپلو پوځي اړتیاو په اړه خبرې وکړي.

له غونډې مخکې هغه په یو ټویټ کې ویلي، چې د هغه په اجندا کې د نورو وسلو او مهماتو غوښتل، د اوکراین د فضا ساتنه، د اوکرایني سرتیرو روزنه او د لوجیسټیک او حفظ مراقبت ثابت ساتل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00