شاته

طالبان: په کابل کې د داعش په پټن ځای حمله کې د ‌ډلې یو شمېر وسله وال وژل شوي

د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي امنیتي ځواکونو يې په سرښار کابل کې د داعش په پټن ځای حمله کړې او د ډلې یو شمېر وسله وال يې وژلي دي.

طالبانو د داعش خلاف عملیات د ګل، دوشنبې، په ورځ په داسې حال کې کړي چې سعودي عرب خپله سفارتي عمله د امنیت په اړه د تشویش په سبب د کابل نه وېستلي ده.

د کابل په رهایشي علاقه کرته نو کې د داعش خلاف د طالبانو د عملیاتو اعلان د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وکړو.

مجاهد وویل په عملیاتو کې د داعش خراسان ځينې اهم غړي وژل شي چې خارجیان هم پکې شامل و.

د طالبانو ترجمان وویل د طالبانو په حمله کې په هدف شوی د داعش دغه اهم پټن ځای و او چې د مجاهد په قول په کابل کې په ځینو ورستیو حملو او جرمونو کې ککړ و.

د طالبانو د ترجمان د خبرو په ازاده توګه تصدیق نه شي کېدلی.

داعش خراسان ډلې په افغانستان کې په ورستیو ورځو کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی چې پکې د پاکستان او روس په سفارتونو او په کابل کې د چینایانو یو هوټل هم شامل دی.

د دې میاشت په شروع کې ۱۹ سعودي سفارتکاران د کابل نه په داسې کې ووتل چې رپورټونو وويل داعش خراسان په کابل کې د غیر ملکي سفارتخانو په ضد د ټرک بم حملې منصوبه سازي کوي. دغه خبره سفارتي سرچینو کړې چې په دې اړه معلومات لري.

طالبانو ویلي سعودي سفارتکاران د تربيې دپاره په عارضي ډول تللي او بیرته به کابل ته ستنېږي.

طالبان وايي په کابل کې غیر ملکي سفارتونو امنیت يې سخت کړی دی او دا خبره ردوي چې ګنې داعش د دوی دپاره څه خطر دی.

امریکا د داعش په باره کې د طالبانو په دعوه پوښتنې راپورته کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس د ګل، دوشنبې، په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان موجودګي د خطر نه ډکه ګڼي.

پرایس وویل د امریکې صدر جوبایډن دا لوظ کړی چې توجه به په داعش خراسان مرکوزه ساتي او که چېرې امریکې او یا د امریکې اتحادیانو ته خطر راولاړوي نو په ضد به يې اقدامات کوی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00