شاته

د امریکا د مېشګن په پوهنتون کې په ډزو کې درې تنه وژل شوي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې پولیس مقامات وايي چې د مېشګن ایالت پوهنتون کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

د پوهنتون د پولیسو د څانګې سرپرست مرستیال کرس رازمن خبریالانو ته نن سه شنبه فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۵) وویل چې زخمیان په روغتون کې بستر کړل شوي او حالت یې ښه نه دی.

رازمن وویل هغه کس، چې شک کېږي دا برید یې کړی دی، د پوهنتون د باندې مړ موندل شوی دی. د هغه په وینا دغه ۴۳ کلن کس د «پولیسو سره د ډزو تبادله» هم کړې وه خو په خپلو ډزو وېشتل شوی او مړ شوی دی.

د پولیسو دغه مقام وویل مشکوک بریدګر له پوهنتون سره هېڅ رابطه نلري. هغه زیاته کړه: «موږ نپوهېږو چې هغه ولې د شپې پوهنتون ته راغلی او دا کار یې کړی دی، د دې معلومول زموږ د روانو تحقیقاتو یوه برخه ده.»

لومړۍ د پوهنتون په یوې علمي ساحې کې لږې ډزې وشوې او بیا د زده کوونکو ټولنې ته نژدې نورې ډېرې ډزې وشوې چې بیا د پوهنتون مقاماتو خلکو ته وویل چې ځانونه خوندي کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د پوهنتون سرپرستې مشرې تریسا ووډرف ویلي: «زموږ پوهنتون ویر کوي. موږ به ټول ویر کوو او د وخت په تېرېدو سره به [مو حالت] بدل شي. موږ د دا ډول پېښو د بیا تکرار اجازه نشو ورکولای.»

پوهنتون د ۴۸ ساعتونو لپاره خپل ټول فعالیتونه درولي دي. د مېشګن پوهنتون کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ زده کوونکي درس وايي.

تر دغې پېښې شاوخوا درې اونۍ مخکې په کالیفورنیا کې د ډزو په بېلابېلو پېښو کې څه باندې لس کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

له دغو بریدونو وروسته ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه یو ځل بیا وغوښتل چې د تهاجمي وسلو د بندیز لایحه دې ژر تر ژره تصویب او د توشیح لپاره دې یې هغه ته واستوي.