شاته

نیکې هیلې د متحدو ایالتونو جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان کاندید کړ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانۍ سفیرې نیکې هیلې نن سه شنبه فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۵) د امریکا د ۲۰۲۴ د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړه.

دې په خپلو خبرو کې په واشنګټن ډي سي کې‌ د «نوي نسل د مشرتابه» وړاندیز کړی دی او په ټاکنو کې به د خپل مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ سیاله وي.

هغې په یو ویدیويي‌ پیغام کې اعلان وکړ: «زه نیکې هیلې یم او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته درېږم.»

رویټرز اژانس وايي چې دغه ۵۱ کلنه مېرمن د جنوبي کارولینا مخکنۍ والۍ هم وه او پلار یې له هند څخه متحدو ایالتونو ته کډوال شوی و.

هغې زیاته کړه: «اوس د نوي نسل د رهبرۍ وخت دی—چې کلني مالي مسولیتونه بیا ومومي، زموږ سرحد خوندي کړي، او زموږ هېواد، زموږ ویاړ او زموږ هدف غښتلي کړي.»

نیکې هیلې د جمهوریت غوښتونکو ګوند لومړۍ کاندیده ده چې د خپل پخواني مشر دونالډ ټرمپ په مقابل کې انتخاباتو ته درېږي. د ټرمپ پخواني مرستیال مایک پنس هم ویلي دي چې رایه ورکوونکي نوي مشرتابه غواړي. ټرمپ وار دمخه ځان کاندید اعلان کړی دي.

نیکې هیلې د ټرمپ په اداره کې له ځینو مقاماتو سره د نظر اختلافات درلودل او کله چې په ۲۰۱۸ کې یې له ادارې څخه ووتله، داسې انګېرنې وې چې ممکن هغه به د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د ټرمپ په مقابل کې ودرېږي او یا د ټرمپ د مرستیال مایک پنس ځای ونیسي، خو داسې ونشول.

نوموړې اسوشیتډپرس ته ویلي وو چې که د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته «ولسمشر ټرمپ ځان کاندید کړي، زه نه درېږم»، خو هغې بیا وروسته وویل چې د امریکا د اقتصاد په ګډون «ډېر مسائیل بدل شول» او دا غواړي چې د «نوي نسل د تغیر» برخه شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۲۴ د اکتوبر په میاشت کې پلان شوي دي. په تېرو ټاکنو کې جوبایډن دونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.