شاته

افغانستان د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي د کرکت روزونکي وټاکل

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي عمران فرحت او رانا نوید الحسن یې په کابل کې د «لوړو کارکردګیو یا وړتیاو مرکز» کې د توپ وهنې او توپ‌ اچوونې د برخې روزونکي ټاکلي دي.

کرکټ بورډ نن سه شنبه فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۵) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی دواړه به په دغه مرکز کې د افغان لوبغاړو په وړتیاو کار کوي.

د بورډ په اعلامیې کې ویل شوي چې عمران فرحت د پاکستان لپاره « ۴۰ ټېسټ، ۵۸ نړیوالې یو ورځنۍ او ۷ شل اوریزې نړیوالې لوبې» کړي دي او همدغه راز یې د «کرکټ له نړیوالې شورا د درېیمې درجې روزنې سند ترلاسه کړی او له تېرو شپږو کلونو راهیسې له پاکستان کرکټ بورډ سره د مرکزي پنجاب د دویمې لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د دندې ترڅنګ په کشمیر غوره لیګ د پاکستان په جونیر غوره لیګ کې له لوبډلو سره د روزونکي په توګه کار» کړی دی.

عمران فرحت چپ لاسی توپ وهونکی و چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی اوپنر یا پيل کوونکی لوبغاړی و.

بورډ همدغه راز ویلي دي چې رانا نوید الحسن یو مجرب لوبغاړی دی چې د پاکستان لپاره یې «نهه ټېسټ، ۷۴ یو ورځنۍ نړیوالې او څلور شل اوریزې نړیوالې لوبې» کړي دي او له «پاکستان کرکټ بورډ د دویمې درجې روزنې سند ترلاسه» کړی.

د بورډ د اعلامیې په اساس رانا د متحده عربي امارات کرکټ لوبډلې سره د دوه کلونو لپاره د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له دوی دواړو سره یې د یو کال لپاره قرار داد کړی دی. پاکستاني رسنۍ وايي چې عمران فرحت به ژر کابل ته ولاړ شي او رانا نویدالحسن به څو ورځې وروسته کابل ته ورسېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ تر دې مخکې هم د پاکستان د کرکټ ځینې پخواني لوبغاړي د روزونکو په توګه ګمارلي وو. په دغه تېر نړیوال شل اوریز جام کې عمرګل د افغانستان د توپ اچوونې روزونکی و. تر دې مخکې دوه نور پاکستاني لوبغاړي انضمام الحق او راشد لطیف د افغان لوبډلې سر روزونکي وو.