شاته

رپورټ: په انټرنېټ د نړۍ تر ټولو زیاتې پابندۍ د هند انتظام لاندې کشمیر کې لګول شوې وې

د هند د انتظام لاندې کشمیر اوسېدونکي په کال ۲۰۲۲ کې په ټوله دنیا کې تر ټولو زیات په انټرنېټ د پابندیو او د انټرنېټ معطل کېدو سره مخامخ شوي وو. دا خبره په لېتوېنیا کې مېشته یوې کمپنۍ په خپل رپورت کې کړې ده.

سرف شارک نومې کمپنۍ په خبل رپورټ کې وویل تېرکال په هندي کشمیر کې په انټرنېټ قدغنونونه د ایران او روس نه هم زیات وو.

د رپورټ ترمخه، د نړۍ پېنځمه برخه بلېک اوټس یا د انټرنېټ معطلي په کشمیر کې کېدله.

په کال ۲۰۲۲ کې د انټرنېټ د سېنسرشپ په اړه د سرف شارک ادارې رپورټ تېره ماشت شایع شوی وايي تېر کال په ۳۲ ملکونو کې په انټرنېټ ۱۱۲ ځله قدغنونه لګول شوي وو. د رپورټ ترمخه دغه قدغنونه زیاتره د احتجاجونو په مهال لګول شوي وو.

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیرکې په انټرنېټ د بندیزونو په لړ کې، رپورټ وايي، کشمیر د روس ترڅنګ ولاړ و. روس په اوکراین د یرغل شروع کولو په وخت په انټرنېټ پابندۍ لګولې وې او ایران دغه ډول ګام د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې واخیستلو کله چې د یوې مېرمن د مرګ په سر په ټول ایران کې د حکومت په ضد مظاهرې شروع شوې. هندوستان به د اړي ګړي په وختونو کې د انټرنېت ساه بندوله.

په مجموعي توګه د انټرنېټ د معطل کېدو د دنیا تر ټولو زیات کېسونه په اېشیا کې رپورټ شوي چې شرح يې ۴۷ فیصد وه.

سرف شارک په انټرنېټ د قدغنونو په اړه معلومات د سوشل ميډیا کمپنو، خبرونو او په انټرنېټ د ازادۍ دپاره کارکونکو تنظیمونو او نورو سرچینو نه ترلاسه کوي او تجزیه یې کوي.

د سرف شارک ترجمانې ګېبرېیل راکایټایټ کراسوسکی وي او ای ته وویل په ۲۰۲۲ کې په کشمیر کې انټرنېټ د ۴۵۶ ګنټو دپاره په مقامي کچه تړل شوی و.

د وي او ای رپورټ وايي په کال ۲۰۱۹ کې د هندوستان حکومت د کشمیر نیم خودمختاره حېثیت ختم کړو او د دغه وخت راهسې کشمیر په انټرنېټ د قدغنونو سره مخامخ دی.

د کشمیر هوم ډپارټمنټ یا د کورنیو چارو محکمې معلومات ښښي چې تېر کال په کشمیر کې انټرنېټ د ځنډولو دپاهر ۴۹ ځله احکامات جاري کړی شوي وو.

د چارواکو په وېنا په انټرنېټ بندېزونه غلطو معلوماتو د مخه نیولو او امن او امان بحال ساتلو دپاره لګول شوي وو.

مقامي صحافیان او څېړونکي وايي په انټرنېټ بندېزونه سیمې نه د تنقیدي رپورټونو لار نیولو دپاره لګول شوي وو.

د انفارمېشن ټېکنالوجۍ په اړه د هندوستان د پارلېمنټ قایمه کمېټۍ د کال ۲۰۲۲ په یو رپورټ کې ویلي وو چې داسې څه انتظام نشته چې په ملک کې د انټرنېټ د معطلعۍ د احکاماتو حساب کتاب وساتي.

سر شارک په خپل رپورټ کې وايي د انټرنېټ سېنسرشپ د رای په ازادۍ او په جمهوریت حمله ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، په کشمیر کې د انټرنېټ تر ټولو اوږده معطلي په ۲۰۱۹ کې د اګست د ۲۵ نېټې نه تر د ۲۰۲۰ د جنورۍ تر ۲۵ نېټې پورې شوې وه.

يادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای خبریال بلال حسین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00